سیمه ییز خبرونه

ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده

ایران تازه ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده لومړیتوب لري

ایران، روسیه، امریکا او نورو هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي، خو طالبان بیا وايي چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی.

په کابل کې  د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي چې هېواد یې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره، د افغانانو اراده شرط ګني.

د طالبانو او ایران اړیکې

نوموړي د کابل له یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم سره د ایران همکاري او اړیکې بېسارې دي، خو په وینا یې د دې لپاره چې ایران دغه رژیم په رسمیت وپېژني، دا موضوع د افغانانو له ارادې سره تړلې ده.

نور ولولئ:  یوازې د نیمروز له لارې له ایران افغانستان ته د ۵۰۰ کډوالو د جنازو انتقال

نور ولولئ: د ایران تازه ژمنې؛ له افغانستان سره په سوداګریزو او سیمه‌ییز اتصال کې مرسته کوو

هغه له دې خبرې د خپل هېواد مشخص دریځ نه دی په ډاکه کړی، خو مخکې د ایران چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې د طالبانو رژیم ټول ګډونه نه دی او باید ټول ګډونه او د ټولو افغانانو استازی شي.

glvlnwcxeaaxns8
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران ځانګړی استازی سید کاظیمي قُمي

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې د ده په باور د دوی د رژیم جوړښت ټول ګډونه دی.

د م.م. له لوري د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د ایران لیدلوری

د ایران استازي او سفیر په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ګومارل کېدو مشروط ملاتړي دي.

په دې برخه کې د ایران شرط دا دی، چې د دغه ټاکل کیدونکي استازي صلاحیتونه باید معلوم وي.

د طالبانو رژیم بیا یو مخ د دې استازي د ګومارل کېدو مخالفت کړی او ویلي، چې دوی د یوناما ادارې په موجودیت کې د بل استازیتوب د ګومارل کېدو خلاف دي.

ایران د طالبانو له نږدې متحدو هېوادونو څخه دی، خو د نړۍ د ټولو هېوادونو په شان یې تر اوسه د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

بل پلو نړیوال له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي او بشري سرغړونې دې پای ته ورسوي، خو طالبان وايي، چې د دوی اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ښځو ته یې هم د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې خپل حقوق ورکړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button