Uncategorized

د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لایحه وړاندې شوه

ټېم بورچټ د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لایحه وړاندې کړه

اړوند مطالب: 

سیګار: واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې

سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې د ټینسي ایالت استازي ټېم بورچټ یوه لایحه وړاندې کړې ده چې تضمینوي د دغه هېواد پيسې د طالبانو لاس ته و نه رسېږي.

بورچټ پنجشنبه د مرغوي پر ۲۰مه، پر خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې لایحه کې درې لویې برخې شاملې دي.

نوموړي لیکلي: «نن مې ترهګرو ته د امریکا د مالیه ورکوونکو  د پیسو نه ورکولو لایحه معرفي کړه، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.»

هغه زیاته کړې ده، چې که دا لایحه تصویب شي، نو په لومړی ګام به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړ وي چې طالبانو ته د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه او پلې کړي.

دغه امریکایي چاراواکي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په یوه رسمي لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپه وغوښتل چې له طالبانو سره د واشنګټن مالي مرستې ودروي.

بورچټ طالبانو ته د مالي سرچینو د لیږلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او په دې برخه کې یې د ټرمپ د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو له لارې د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو د مرستو لیږل تایید کړي وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button