متقي له افغانستان سره د اماراتو ۴۰۰ میلیونه ډالري مرستو د بستې له ځانګړې کولو خبر ورکړ
امیرخان متقي، د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، وروسته له هغه چې له متحده عربي امارات چارواکو سره یې سفر او لیدنه وکړه، وایي چې دغه هېواد په نظر کې لري چې په ۲۰۲۵ کال کې یوه ۴۰۰ میلیونه ډالري مرستندویه بسته افغانستان ته ورکړي.
اړوند مطالب:
متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ
د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده
هغه د سې شنبې په ورځ (۲۵ جدي) په کابل کې په یوه غونډه کې سفر او له متحده عربي امارات او هندي چارواکو سره خبرې اترې د تجارتي او دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او تقویت په اړه مثبت وبللې.
هغه ټینګار کړی چې د سفر په جریان کې د متحده عربي امارات کې د افغانستان د تجارتي مالونو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو، د ویزې اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو بانکونو سره د تعامل پیل په اړه خبرې او توافق ترسره شوی دی.
د حکومت د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له متحده عربي امارات چارواکو سره د دوبۍ قونسلګرۍ د جنرال قونسلګرۍ ته د ارتقا او د هوانوردۍ په برخه کې د ځوانانو د روزنې په اړه د توافق خبر ورکړی دی.
امیر خان متقي، د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د تېرې اونۍ په دوشنبه (۱۷ جدي) په سر کې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي امارات ته د دوه اړخیزو اړیکو د تقویت او د اقتصادي همکاریو د زمینو د بررسی لپاره سفر وکړ.
هغه د دې سفر په جریان کې ټینګار کړی چې حکومت په افغانستان کې د اقتصادمحور سیاست تعقیبوي او غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.