سیمه ییز خبرونه

ایران: طالبان دې د تېر کال په څېر د کمال خان بند دروازې پرانیږي

اړوند خبرونه:

امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت له طالبانو غوښتي چې د کمال خان بند اوبه دې د تېر کال په څېر ایران ته ورخوشي کړي.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوانبخت وویل: “د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو پر بنسټ د تیر کال په مارچ کې د کمال خان بند دروازې پرانستل شوې، خو سږ کال هم د طالبانو له رژیم غواړو چې دغه دروازې پورته او ایران ته اوبه ورخوشي کړی”.

د ایران د اوبو او انرژۍ دغه وزیر چې کابل ته یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره یو ځای سفر کړی و، ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د تهران او کابل تر منځ په اوسني وخت کې د اوبو مسئله مهمه ده.

ښاغلي جوانبخت د ۱۳۵۱ کال د هلمند سیند تړون ته اشاره وکړه، چې له مخې یې افغانستان «مکلف» دی هر کال ۸۲۰ میلیونه مکعب متره اوبه ایران ته خوشې کړي، خو دده په باور، دا ژمنه اوس نه پلې کیږي.

نوموړی وايي، چې پر هلمند سیند سربېره ایران او افغانستان د اوبو له دوو نورو مسایلو سره هم مخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button