امریکا ته د ذبیح الله مجاهد ځواب؛ د بګرام اډې نیول یو خوب او خیال دی
اړوند خبرونه:
د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د بګرام هوایي اډه دا مهال د دوی په واک کې ده.
مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه سپېس پروګرام کې د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات غنیمت دي او هیچا ته به بیرته ورنه کړل شي.
د نوموړي په خبره که څوک د وسلو غوښتنه وکړي پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شي.
مجاهد داسې مهال دا غبرګون ښیي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه، چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده.
د طالبانو حکومت د ټرمپ ادعا په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې بګرام د افغانانو ده او هیڅکله به چاته د دې واک ور نه کړل شي.