Uncategorized

د عبري ژبې تر ټولو پخوانۍ نسخه څنګه له افغانستانه امریکا ته قاچاق شوه

اړوند خبرونه:

د چین سفیر: د مس عینک کان استخراج کې به تاریخي عابدات زیان نه ویني

طالبان: چینایان باید د مس عینک کار پیل کړي

طالبانو په روان لمریز کال کې د ۱۵ کانونو قراردادونه کړي

په ۲۰۱۶ کال کې، یوه زړه عبراني نسخه په بامیان کې وموندل شوه، چې په اتمې پېړۍ پورې اړه لري او وروسته امریکا ته قاچاق شوه.

په ۲۰۱۶ کال کې، هرشل هپلر، چې د واشنګټن ډي سي د بایبل موزیم څېړونکی دی، د لیک‌پوهنې (پالېوګرافۍ) د مطالعې لپاره د ګوګل انځورونه کتل. د دې پروسې پر مهال، یو داسې عکس یې ولید چې ورته خورا اشنا وبرېښېد.

هغه پوه شو چې دا تصویر د یهودي دعاګانې په یوه نادره کتاب پورې اړه لري، چې موزیم تازه اخیستی و.

په لومړي سر کې ګومان کېده چې دا نسخه د “قاهرې ګنیزې” د مشهورو اسنادو یوه برخه ده، خو نورو څېړنو وښودله چې دا په ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ پورې اړه لري او ډېر احتمال شته چې دا د افغانستان له بامیانه ترلاسه شوې وي.

دغه کشف د هپلر لپاره حیرانوونکی و، او هغه د لا ډېرو معلوماتو لپاره څېړنې پيل کړې. کله چې یې له یوه انګلیسي تاریخ‌پوه جاناتان لي سره، چې په ۱۹۹۸ کال کې یې دا نسخه په بامیان کې لیدلې وه، اړیکه ونیوله، نو معلومه شوه چې دا هماغه نسخه ده چې لي د افغانستان د سفر په لړ کې د هغې عکسونه اخیستي وو.

ازموینو وښودله چې دا نسخه په نهمې میلادي پېړۍ پورې اړه لري، چې دا تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې عبراني نسخه ثابتوي.

دا کشف نه یوازې څېړونکي حیران کړل، بلکې دا اندېښنې یې هم وپارولې چې شاید دا اثر له افغانستانه قاچاق شوی وي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، کریم خلیلي د دې عبراني کتاب تر څنګ د څو نورو لرغونو آثارو یو ټولګه/ مجموعه لرله. د ۱۹۹۰مې لسیزې په ترڅ کې، وسله‌والو ډلو د قاچاقبرو په مرسته له تاریخي سیمو او حتی موزیمونو څخه نایابه اثار غلا کړل او په نړیوالو بازارونو کې یې وپلورل.

د بایبل موزیم په خپلو څېړنو کې موندلې چې د خلیلي یو نژدې خپل د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ څو ځلې هڅه وکړه چې دا نسخه په امریکا او اروپا کې وپلوري. بالاخره، په ۲۰۰۱ کال د مني په موسم کې، دا نسخه یوه لندني کیلکسونر ته ورکړل شوه.

یاد کیلکسونر دا نسخه نژدې یو لسیزه یا تر دې هم زیات وساتله، او وروسته یې په ۲۰۱۳ کال کې پر “هابي لابي” شرکت وپلورله.

د کریم خلیلي دفتر، چې وروسته د افغانستان د ولسمشر مرستیال هم شو، د دې قضیې په اړه له امریکا غږ سره له مرکې کولو څخه ډډه وکړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button