سیمه

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبې) ماسپښین رسماً بندېږي.

په سفارت کې یوې خبرې سرچینې د چهارشنبې په ورځ افغان‌ناو ته وویل چې په انقره کې به د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ماسپښین په رسمي ډول وتړل شي، او د دې دفتر کنټرول به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د واشنګټن او برلین په شمول د نړۍ د څو نورو هیوادونو په پلازمېنو کې هم د افغانستان سفارتونه له دې کبله چې د طالبانو له باندنیو چارو وزارت سره یې تعامل نه کاوه، تړل شوي یا کوربه هیوادونو یې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ ستونزه مخکې حل شوې خو په انقره کې سفارت لا هم د طالبانو د مخالفانوپه لاس کې و.  له همدې کبله د ترکیې حکومت پرېکړه کړې چې سفارت وتړي.

په سفارت کې خبرې سرچینې تاند ته وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په ۳مه دوی ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې وویل چې یا په خپله سفارت بند کړو او یا به د دوی پولیس د سفارت دروازې وتړي.

په دې اړه ځینو نورو افغاني رسنیو ویلي چې د ترکیې حکومت دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر سفارت د زیاتېدونکي فشار له کبله کړی دی.

د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني خو که د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ له کابل سره تعامل ونه لري په کوربه هیوادونو کې افغانانو ته کونسلي خدمات نه شي وړاندې کولی او همدا دلیل دی چې د افغانستان دیپلوماتیکې استازولۍ یو په بل پسې تړل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button