اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه
ایران: “افغانستان ۳زره موټر صادروو”
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
ایران افغانستان ته د ایران تولید شوي د ۳زرو موټرو د صادرولو خبر ورکړی دی.
د ايران «اقتصاد نيوز» خبري سايټ ويلي، ټاکل شوې راتلونکی کال ايران خپل توليد شوی درې زره «سمند موټر» افغانستان ته صادر کړي.
افغانستان ته د دغو موټرو د صادرولو قرارداد د ايران موټور او د افغان موټور شرکتونو ترمنځ د ۴۲,۵ ميليون ډالرو په ارزښت لاسليک شوی دی.
ويل کېږي، دغه موټر به د کابل – هرات ترمنځ د ټکسي لپاره استفاده شي.
ایران له هغو ګاونډیو هېوادونو دی چې افغانستان ته د زیاتو صادراتي هېوادونو په کتار کې راځي.
د یادونې وړ ده چې ایران په افغانستان کې د خپلو صادراتو لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دی.