Uncategorized

د غزې تړانګې د نیولو په اړه د امریکا پلان ته د ایران غبرګون

جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د غزې نیولو لپاره د امریکا پلان احمقانه بللی دی.

د ایران مذهبي مشر «علي خامنه‌‌اي» د فلسطین د اسلامي جهاد له عمومي منشي «زیاد نخاله» سره د کتنې پر مهال د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د فلسطینیانو د لیږدولو پلان ته غبرګون ښودلی دی.

ایراني رسنۍ «ایرنا» پرون (سې شنبه، د دلوې ۳۰مه) راپور ورکړی چې خامنه‌اي د فلسطین د اسلامي جهاد له عمومي منشي سره کتلي او د غزې د خلکو د مقاومت ستاینه یې کړې ده. هغه د امریکا او اسراییلو لخوا د غزې د نیولو پلان ته هم غبرګون ښودلی او دا یې «احمقانه» وبلله.

خامنهاي ویلي، “دا پلانونه به هیڅ ځای ته ونه رسیږي.” او هغه د حماس لخوا د اسراییلي یرغمل شویو فلسطیني بندیانو د تبادلې په اړه ویلي، “هغه خلک چې یو نیم کال دمخه یې ادعا کړې وه چې په لنډ وخت کې به مقاومت له منځه یوسي، اوس خپل بندیان د مقاومت جنګیالیو په کوچنیو ډلو کې سپاري او په بدل کې یې یو لوی شمیر فلسطیني بندیان خوشې کوي.”

ایراني مشر د غزې د خلکو د مقاومت داسې مهال ستایلی چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په جریان کې له ۴۰ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند بایللی او د غزې ویجاړی د دویمې نړیوالې جګړې له تر ټولو لویې ویجاړۍ سره پرتله کېدای شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button