د انسان وجود ته د شیدو د خوړلو ګتې

اړوند مطالب:
کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟
جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه
د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه
د وجود ته د شیدو خوړل ډېره ګټه کوي او له همدې امله روغتیا پوهان په غذا کې د شیدو پر ور زیاتوالي ټینګار کوي.
روغتیا پوهان وایي، شیدې د زیاتو ویتامینونو درلودونکې مایع ده، چې د ویټامین اې او ډي د شیدې د ویټامین اې او ډي تر څنګ د کلسیم او پروتین مهمه سرچینه بلل کیږي.
څیړونکي وایي، شیدې د زیاته اندازه کلسیمو په لرلو سره د انسان هډوکي پیاوړي کوي او همداراز له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې د ورځې پیل له یو گیلاس شېدو سره وشي.
د شیدو ځینې نورې ګټې په لاندې ډول دي:
۱ـ د روغتیايي کارپوهانو په اند د شیدو زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.
۲ـ شیدې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغیزناک درمل دي او دا مایع دانسان د بدن د ودې او دنمو سبب ګرځي ، د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي او د ناروغيو مخه نیسي.
۳ـ داسهال مخنيوي کوي او همدارنګه د زخم په ژر رغېدو او غاښونو د خرابېدو په مخنیوي کې اغیزمن تمامیدلی شي.
۴ـ همداراز شیدې د خوب په ښهوالي، د عضلاتو د قوت، د سږو د ناروغۍ د مخنیوي او د سرطان د ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.
۵ـ د ژر زوړوالي مخنيوي کوي، انسان ځوان ساتي ځکه پوستکی نرم او تازه ساتي.
۶ـ شیدې د حافظې د قوت، د وينې د لوړ فشار د ښکته کولو او د چاغښت په مخنیوي ګټه لري.
د شیدو په خوړلو کې باید دوه مواردو ته پاملرنه وکړو او هغه دا چې حيواني شيــــــدي بايد خامي و نه څښل شي ځکه زيات حيواني ميکروبونه او ناروغي دي چې له همدې لارې زمونږ بدن ته ننوځي.
د یادولو ده چې هغه کسان چه دپښتورګي ناروغي لري بايد د نري شيدې وڅښي، ځکه چې د دې ناروغانو پښتورګي په اسانه شیدې نشي هضمولی.