طالبانو د ایران له مرکزي بانک سره د افغانستان بانک د همکاریو سند لاسلیک کړ

اړوند خبرونه:
افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زدهکړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي
پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې
طالبانو د ایران له مرکزي بانک سره د افغانستان بانک لپاره د همکاریو سند لاسلیک کړی دی.
د ایران او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ريیسانو د بانکي او مالي همکارۍ د پراختیا لپاره یو تفاهم (MoU) لاسلیک کړ.
د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د مرکزي بانک رئیس محمدرضا فرزین او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سرپرست رئیس نور احمد آغا د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې سره وکتل او د پولي او بانکي اړیکو د پراخولو او پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، دواړو لورو د دوهاړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پولي او بانکي همکارۍ پراختیا د اقتصادي تبادلو د پیاوړتیا او ودې لپاره په کاري اجنډا کې شامله ده.
د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ایران د افغانستان په مهم سوداګري شریک بدل شوی دی او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.