د پاکستاني ریاست له زندانونو ۹۱ افغان بندیان ازاد شول

د طالبانو خبرپاڼه وايي چې د پاکستاني ریاست له زندانونو ۹۱ افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته لېږل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې په دوام، د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې تازه د پاکستان له بندخونو ۹۱ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، چې دا کډوال د افغان او پاکستاني چارواکو د خبرو اترو په پایله کې راخوشې شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت دا هم ویلي چې د تورخم پولې له تېرېدو وروسته دغو کسانو ته ښه راغلاست ویل شوی او د دوی په اړه پلټنې شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو نیول او ایستل زیات شوي دي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې او تر اوسه یې سلګونه زرګونه افغان کډوال له هیواده ایستلي دي.