افغانستان

طالبانو د کوچني اختر له رارسېدو سره د څه باندې ۵زره بندیانو خوشي او د بند موده راکمه کړه

د طالبانو د حکومت مشرتابه ملا هبة الله اخندزاده د یوه فرمان له مخې د افغانستان له زندانونو ۵۶۱۵ زندانیان له بندخونو آزاد او د بند موده کمه شوه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي، چې دا حکم د کوچني اختر په مناسبت ورکول شوی دی.

د دې حکم له مخې به ۲۴۶۳ بندیان آزاد او د ۳۱۵۲ بندیانو د بند موده کمه شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د بندیانو د خوشې کولو کړنلاره د طالبانو د سترې محکمې د تفتیش ریاست، زندانیانو چارو سمون ادارې، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست طالب استازو د پلاوي له لوري ملا هبت الله ته وړاندې شوې ده.

سرچینې د خوشې کېدونکو او د هغو بندیانو چې د بند موده کې یې تخفیف راغلی، د جرمونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د روژې میاشتې په مناسبت یې د متحده عربي اماراتو سره د ۵۴ افغان بندیانو د خوشې کولو هوکړه هم کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button