افغان کډوال

له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو د ملګرو متلونو اندېښنه

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د هغو افغان کډوالو د اجباري ایستلو د ضرب الاجل د رانژدې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې بې اسناده دي یا د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لري.

نوموړي ویلي چې د پاکستان دا پرېکړه د دغو کډوالو هیلې او ارمانونه له منځه وړي.

د افغان کډوالو د ایستلو مهلت د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۳۱مه پای ته رسېږي.

فیلیپا کندلر، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازې ده، نن یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې تېره اوونۍ یې له یوې افغانې کورنۍ سره ولیدل، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پاکستان ته پناه راوړې وه.

نوموړې زیاته کړې چې دې کورنۍ هر څه پرېښي وو، څو سوله او امنیت ومومي، خو اوس یې د اجباري ستنېدو ویره زړه بوږنوونکې ده.

کندلر ټینګار کړی، چې اجباري بېرته ستنول نه یوازې دا چې د هېچا په ګټه نه دي، بلکې دا یوه دوامداره حل‌لاره هم نه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وینا، ډېر هغه افغانان، چې په ۲۰۲۳ کال کې اړ کړل شول چې افغانستان ته بېرته لاړ شي، بېرته پاکستان ته تللي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې اعلان کړی و، چې تر یو میلیون او اووه‌لکه ډېر غیرقانوني افغان کډوال باید د هماغه کال د اکتوبر تر پایه پاکستان پرېږدي، چې دې پرېکړه پراخ غبرګونونه وپارول.

دا هم ولولئ:  طالبان له پاکستانه پر جبري راستېدونکو کډوالو ځمکې وېشې

 

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button