افغان کډوالنړۍ

بګرام هوايي ډګر ته د امریکايي الوتکو د پرواز په اړه نوي معلومات

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د تېرې یکشنبې په ورځ دوو نظامي الوتکو له دوحې پرواز وکړ او افغانستان ته یې الوتنې وکړې چې په دې ډول امریکا یو ځل بیا د بګرام ستراتيژیکې اډې کنټرول په لاس کې واخیست.

د امریکايي رسنیو د تازه راپورونو پر بنسټ، دغه سي ۱۷ (C-17) الوتکې د تېرې یکشنبې په ورځ د دوحې له العدید اډې الوتنه کړي وه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته داخله او په بګرام هوايي اډه کې یې ناسته وکړه.

د سي ای اې د سرچینو پر اساس، په دې الوتکه کې د امریکا د استخباراتو لوړپوړي چارواکي په ګډون د امریکا استخباراتو  مرستیال مشر مایکل ایلیس او ورسره نظامي تجهیزات موجود وو.

سي ای اې وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه چې د بګرام هوايي اډې کنټرول تر لاسه کړي چې بالاخره طالبانو دغه غوښتنه ومنله او دغه اډه یې پنټاګون ته وسپارله.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په چټکۍ سره دا ادعا رد کړه او دا یې «تبلیغات» وبلل. هغه وویل چې طالبان د دې هوايي اډې بشپړ کنټرول په واک کې لري.

مجاهد زیاته کړه چې د اډې د بیا نیولو لپاره د امریکا هڅه «ناممکنه» ده او «په اوس وخت کې افغانستان ته د کوم هېواد د پوځي شتون اړتیا نشته او اسلامي امارت به داسې اقدام ته اجازه ورنه کړي.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د امریکا نظامي الوتکې د ناستې په اړه ویډیوګانې خپرې شوې او دغه عمل یې له اندېښنو ډک وباله.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button