«۱۵دقیقې» کتاب ته کتنه | عبدالحکیم همتیار

دا چې لیکوال د دغسې ازادانه لیکلو جرئت کړی، زه هم غواړم د یو لوستونکي په حیث یې په اړه خپل نظریات همداسې ازادانه بیان کړم. که څه هم دغسې کتابونه له ډېرو فلټرونو وځي او یو لړ شرایطو ته په کتو او له ملحوظاتو وروسته چاپېږي، خو په دې کتاب کې بیا هم ډېرې داسې خبرې شته چې د تاریخ برخه ګرځېدای شي.
د لیکوال کور ته په ماشومتوب کې یو په وسلهسمبال میلمه ورځي، دی یې له وسلې اغېزمنېږي او په راتلونکي کې یو خطرناک جنګیالی ترې جوړېږي. ده نه په ماشومتوب کې دومره دیني پوهه لرله چې خپلې جګړې ته د تقدس له زاویې وګوري او نه یې هم په ځواني کې د جګړې په جریان کې دیني متون مطالعه کړي دي، بلکې په یوه جنګي ماحول کې را لوی شوی او له رواني پلوه په ناخوداګاه (غیرشعوري) ډول جنګ ته هڅېدلی دی. او بل دا چې کورنۍ او خپلوان یې هم په دې جګړو کې پاته شوي، نو دا جنګ لکه شخصي بدي په میراث ورته پاته شوی غوندې ښکاري. وروسته چې بیا د جنګ په جریان کې له خواږه ژوند او امکاناتو بې برخې شوی، نو مجبورېږي چې ځان یوه داسې طوفاني سمندر ته وسپاري چې ساحل ته یې لاره نه ښکارېده. یعنې جګړه پرې تپل شوې وه او نور یې شا ته د تلو چانس هم نه درلود. دا ډېر خطرناک حالت دی، که له رواني او ټولنیز اړخه دې جګړې ته وکتل شي، په ډېرو خبرو به د سړي سر خلاص شي.
په کتاب کې د امریکايي افسر، برګډال یادونه شوې او د هغه د معشوقې، مونیکال نوم هم یاد شوی دی. یو بل ځای بیا د ملي اردو د دوو اسیرو عسکرو بیان هم راغلی چې لیکوال او ملګرو یې په یوه جګړه کې ژوندي نیولي دي. زه د دې بېلابېلو اسیرانو مقایسې ته ځیر شوم:
برګډال هم یو عادي افسر و، خو دا چې تر شا يې یو قوي هېواد ولاړ و، نو ځکه یې اسارت هم خورا مهم و او د ژوندي ساتلو لپاره یې طالبانو هر رنګ تکلیف په ځان منلی و. او آن امریکا ته له تلو وروسته یې هم دوی لېوالتیا لرله چې څنګه دی، او خپلې معشوقې ته رسیدلی که نه؟ خو برعکس، د هغه افغان عسکر د مېرمنې پوښتنه بیا چا و نه کړه چې دغه عسکر ته یې یو لاسبند هم د نښانې لپاره ور کړی و او اسیر له لیکوال څخه د هغه لاسبند د ساتنې غوښتنه هم کړې وه، خو دوی یې نه یوازې دا چې د مېرمنې د یوازینۍ نښانې، یعنې هماغه لاسبند ساتنه و نه کړه، برعکس هغه یې په یوه لویه میداني کې غلبېل غلبېل کړ او دومره ډزې یې پرې وکړې چې نزدې وه په خپلو ملګرو یې مرمۍ ونښلي. په همدې اسیرو افغان عسکرو لومړی فاروق د توپنچې ډزې وکړې، فاروق د ملاسنګین هماغه ورور و چې څو کاله یې په خپل کور کې د برګډال ساتنه کوله، هغه ته به یې ډوډۍ وروړله او د زولنو کیلي ګانې یې هم د فاروق په جېب کې وې. پر افغان عسکرو د فاروق د لومړنیو ډزو رواني علت ممکن دا و چې په امریکايي اسیر یې وس نه رسېده، خو دا چې د افغانانو وینه ارزانه وه، نو ځکه یې د برګډال غچ هم له افغانانو اخیست. خپل افغان اسیران یې وژلي، خو د امریکايي اسیر یې دومره خیال ساتل چې د هغه د معشوقې غم لا ور سره و، خو د دې افغان عسکر ښځه چې یې کونډه کړه، د هغې بیا هېڅ پوښتنه چا و نه کړه چې څه شوه، د مېرمنې د وفا نښانه (لاسبند) یې د وزیریستان په هغو خاورو کې د خاوند په وینو سور شو چې امنیت یې پاکستاني پوځیانو نیولی و!!!…
دلته خبره دا نه ده چې څوک ملامت او څوک سلامت دي، بلکې اساسي ټکی دا دی چې موږ امریکا په یوه ډېره ناانډوله جګړه کې اچولي و چې دواړو غاړو ته د افغانانو د وینې تویېدو خپل ارزښت داسې بایللی و لکه توند باد چې خاورې یوې او بلې خوا ته ځغلوي.
لیکوال لا کم عمره دی، کور ته یې له ملا سنګین سره یو ځای دوه نور میلمانه ورغلي دي. په میلمنو کې یو عرب جنګیالی هم دی چې د دوی کور ته د راتګ پر لاره یې موټروان په دې ګواښلې و چې ولې په موټر کې سندرې اوري او کېسټې یې ور ته ماتې کړې وې. د لیکوال پلار چې د خپلو میلمنو له دې کاره خبرېږي، نو ور ته وايي چې «یو ځل خو مو د خپلو احساساتي پرېکړو له لاسه وطن په امریکایانو اشغال کړ، دا وار دغسې غلطۍ مه تکراروئ.»
که د دې کتاب په اړه له ما څخه یو څوک وپوښتي چې لنډيز یې په څو ټکو کې وړاندې کړم، نو زه به د لیکوال د پلار همدا پاسنۍ جمله ور ته وړاندې کړم. په دې جمله کې د دې ټولو کشالو پیل او پای را غونډ دی. ځکه له امریکا او ناټو سره له شل کلنې جګړې وروسته بېرته هماغه خبرې په قطر کې ومنل شوې چې تر دغې جګړې مخکې یې امریکا غوښتنه کوله. یعنې، خاوره به مو زموږ او د متحدینو پر ضد نه کارېږي؛ له نورو جنګي ډلو سره اړیکې غوڅې کړئ، او د نړیوال جهاد له داعیې به تېرېږئ.
امریکا موږ سره وجنګولو او لکونه افغانان یې په یو و بل نامه سره ووژل چې په پای کې یې ډیپلوماټیک میدان هم وګاټه او اوس د ماتې شوې امریکا د ډالري کڅوړو تر سیوري لاندې د خپلې ملي کرنسۍ ارزښت ساتلو ته ناست یوو. په رسمیت او سفارت پسې خو یې د ټولو تڼۍ وشکېدلې. یعنې دا ټول هغه کارونه و چې تر دغې جګړې او قتال مخکې د خبرو له لارې هم کېدای شول. مګر د ځینو اساسي او احساساتي اشتباهاتو له خاطره د غلطیو یو ځنځیر جوړ شو چې تېر شل کلن جنجال هم د اشتباهاتو د دې ځنځیر یوه کړۍ وه. دا کوم خلک چې اوس د امریکا په ماتې افتخار کوي، هغوی دې دا هم ومني چې د دوی د ناسمو پرېکړو له خاطره امریکا زموږ وطن ونیو، او دوه لسیزې مو یو و بل د ګور د چینجیو په څېر سره وخوړل. په تاریخ کې هغه څوک ډېر ملامت بلل کېږي چې وطن ته یې په شعوري یا لاشعوري ډول جنګ راوړی وي. په اصطلاح له «امریکايي اشغاله» د ازادۍ اخیستو دعوه داران د امریکا د راتګ عاملین هم دي.
وای یوه کس پسه غلا کړی و، بیا یې ټوله غوښه خیرات کړې وه او د ځان لپاره یې فقط ځیګر پرېيښی وو. ویل یې چې د غلا ګناه به د همدې خیرات په ثواب کې را ته وبښل شي، ځيګر یې مفت را ته پاتې شو.
هغوی چې د خپلو ناسمو پرېکړو له وجهې د امریکا د راتلو عاملین وو، اوس یې په څه خواریو بېرته د خبرو اترو له لارې امریکایان له وطنه وایستل، د امریکا د راوستلو تاریخي ملامتیا یې د اشغال د ختمولو په بهانه کې داسې سره مجرا کړل لکه هغه کس چې د غلا شوي پسه ګناه د هغو غوښو په خیرات له منځه وړله. اوس یوازې د خوار او وږي ولس هډونه په ګټه کې ور پاتې دي، نور هېڅ غوښه پکې نشته چې څوک یې ترې نوش کړي.
یو بل ځای لیکوال ویلي چې دوی په پکتیکا کې د یوه تعرض پلان نیولی و او په سختو غرنیو سیمو او خامو لارو کې یې ساعتونه مزل وکړ او د جګړې په کرښو کې ځای پر ځای شول، خو یو ناڅاپه د مخابرې له لارې خبرېږي چې یو مولوي صاحب د امرالموءمنین مهم پیغام راوړی دی او له ټولو غواړي چې ورشي او وایېوري. خو جنګیالي ور ته وايي چې په سختو لارو کې یې په تکلیف ځانونه د جنګ کرښو ته رسولي، نه شي کولای ورشي. دوی غوښتنه کوي چې یاد مولوي صاحب تنها دی او د یوه کس او سلګونو کسانو تګ د تکلیف له زاویې هېڅ د مقایسې وړ نه دی، دوی وغوښتل چې مولوي صاحب د جنګ لومړۍ کرښې ته ورشي، خو مولوي صاحب انکار کوي. دوی سلګونه کسان مجبورېږي چې د اطاعت په نوم د یاد مولوي صاحب خبره ومني او ورشي. دوی بېرته ساعتونه مزل کوي او مولوي صاحب ته له جنګه لیرې یوې امن سیمې ته ځانونه رسوي. د مولوي صاحب راوړی پیغام دا و چې «امیرالمومنین امر کړی چې ټول مجاهدین باید څڼې لنډې کړي.»
د دې خبرې په اورېدو ټول یوه او بل ته ګوري چې دا خبره خو یې د مخابرې له لارې هم را ته کولای شوه، دومره زحمت ته څه اړتیا وه!!؟؟
له دې کیسې څخه درې جالبې نقطې او انګېرنې د یادولو وړ دي:
لومړی دا چې د جنګ په لومړیو کرښو او ګرمو میدانونو کې ملایان نه وو، او که موجود هم وو، شمېر یې لږ و.
دویم دا چې طالبان د اطاعت په نوم ډېر سخت د ملایانو د شخصي مزاجونو او غوښتنو لپاره کارېدلي دي، خو په ځان نه دې پوه.
درېیمه نقطه دا ده چې د لومړۍ کرښې بې سواده طالبان، که څه هم په لویو مسایلو کې یې د ناپوهۍ له وجهې اطاعت کاوه او د مشرانو هر تصمیم یې واجب او له حکمته ډک بلل، خو کوم څه چې به یې له مزاجه بهر و، آن په هغه کې یې بیا د امیرالمومنین خبره هم نه منله، ښه مثال یې همدا د څنو د لنډولو فرمان دی، چې هغه وخت هم ټولو طالبانو و نه مانه او اوس یې هم نه دی منلی. نو، له دې څخه ښکاري چې امارت په اصل کې یو مزاجي جریان دی چې ظاهرا دیني-مذهبي پوښ ورکړل شوی دی او د ټيټې کچې طالبان دا نیمګړتیا نه شي درک کولای، او کوم چې یې درک کولای شي، هغوی یا له ډاره څه نه وايي او یا هم په زړه کې ډار لري چې هسې نه د امیر په بې اطاعتي ګنهکار شي.
که لنډ یې ووایم، طالبانو دا جنګ په بې سوادانو او ناپوهو جنګیالیو ګټلی دی، خو انګېزه او دیني چتر ملایانو ور ته جوړ کړی و. د ټیټې کچې طالبانو چې کومه تګلاره عملي کړې ده، هغوی پرې له زړه باور درلود او خپل جنګ ته یې جهاد وایه، خو ملایانو یې اکثریت په خپلو هغو وعظونو عمل نه کاوه چې نورو ته به یې کول.
یوه بله ډېره مهمه مساله د لوی څارونوال عبدالجبار ثابت صاحب د نیول کېدو کیسه ده. په هغه باندې امارت حکم صادر کړی و چې باید ووژل شي، خو خلیفه سراج الدین حقاني د خپل پلار په وینا د هغه له مرګه تېر شو او د ټول امارت امر چلینج او رد شو. دلته یو ځل بیا دا خبره ثابتېږي چې امارت یو مزاجي جریان دی، یو وايي فلانی دې ووژل شي او هغه بل یې پرېږدي. په دې کیسه کې یو بل ټکی هم روښانه کېږي چې حقاني کورنۍ که له زړه وغواړي چې د امارت یو امر چلینج کړي، په وس یې پوره ده، خو داسې ښکاري چې د جلال الدین حقاني زامن تر بل هر څه د خپل پلار د تګلارې عملي کولو ته لومړیتوب ورکوي.
لیکوال ته ثبوت شوې وه چې پاکستان کولای شي، دوی او نورې ټولې جنګي ډلې له وزیریستانه وباسي، خو دا کار یې نه کاوه. دا ډېر د غور وړ ټکی دی.
بل ځای ویل کېږي چې د ملا سنګین ورور، فاروق پاکستاني پوځیانو وواژه او بیا په بېلابېلو وختونو کې پوځیانو دوی له خپلو ځایونو هم وشړل. زه وایم دا ډېره د افسوس وړ ده چې د هغوی په وړاندې یې نه افغاني غیرت را ويښ شو او نه هم جهادي فتوا ور ته جوړه شوه. جالبه خو لا دا چې په همدې شپو ورځو کې د پاکستان د پوځ یو کرنیل د ملا سنګین له بل ورور، حافظ بلال څخه غواړي چې امکانات موږ در ته برابروو، تاسې په سرحد د افغان پوځیانو په پوسته حمله وکړئ، خو حافظ بلال ځکه منفي ځواب ورکړ چې یو خو په هغو ورځو کې پاکستاني پوځیانو د ده ورور وژلی و او بل یې دوی په وزیرستان کې له خپله ځایه هم شړلي وو.
خو حافظ بلال او د امارت ټولو جنګیالیو د پاکستاني پوځیانو له مستقیم امر څخه بغیر هم هغه کار کاوه چې د پاکستان په ګټه و، هغه وخت.
دلته زه دا نه وایم چې طالبان مستقیم د پاکستان خلک دي، بلکې شرایط داسې ور ته مساعد شوي وو چې د ازادۍ په نامه جهاد یې پاکستان ته هم ګټه کوله. او له افغان نظامونو سره د پاکستان دښمني خو بېخي معلومه خبره ده. په ۱۹۷۳ کال چې کله داود خان په ظاهر شاه کودتاه وکړه، د پاکستان د هغه وخت صدر اعظم، ذالفقار علي بوټو وړاندیز ور ته وکړ چې که له داود سره جګړه کوې، زه دې مرسته کوم.
نو دا معلومه ده چې پاکستان اصلا د افغانستان له هر نظام سره دښمني کوي، دومره ژوره دښمني کوي چې همدا اوس يې په افغانستان باندې د طالبانو دا اوسنی ګډوډ نظام هم نه شي پیرزو کېدای…
د لیکوال جرئت بېخي ډېر د ستایلو وړ دی چې په ځینو خبرو یې اعتراف کړی دی، ځینې داسې کیسې یې لوڅې کړې چې له تاریخ سره مرسته کولای شي.
زه شخصا په هر لحاظ په افغانستان کې د جګړو مخالف یم، که څه هم په افغانستان کې ډېر د اختناق او ستونزو ډک حالت حاکم دی، خو دا هم د جنګ د نه شتون ګټه ده چې د خالد ځدراڼ غوندې توندلاری کس مجبور شوی، نن داسې خاطرې لیکي چې هر څوک د جګړې او بدبختیو مخنیوي ته هڅوي. دا ډېر لوی پرمختګ دی. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ چې کله کابل طالبانو ونیوه، خلکو ویل طالبان کامیاب شول، مګر ما ویل هو، جمهوریت له منځه لاړ، خو اصلا طالبان سقوط شول. له جنګه وروسته اوس د ډېرو توندلارو سر خلاص شو چې موږ خو په یوې ډېرې بدې جګړې کې ښکېل و. مطلب ډېر طالبان په خپل «جهاد» پښېمانه ښکاري. مګر د ملایانو هغه وخت هم دېګ له غوړیو ډک و، او اوس هم.
په وروستیو کې دا اقرار کوم چې لیکوال واقعا جرئت کړی دی او نسلونه وروسته به بیا خلک قضاوت کوي چې دغه سړي ښه کار کړی دی.
د جمهوریت په اړه ځکه نه یم غږېدلی چې هغه خپله د طالبانو د یوې تاریخي اشتباه د تکرار له سببه را منځ ته شوی سیستم و، چې نه یې راتګ خپلواک و او نه هم تګ.
زه وایم په افغانستان کې که هر څوک اعترافات وکړي او بې پرې واوسي، نو ملت حتماً د نجات لاره پیدا کوي.
پای