اقتصاد او سوداګري

طالبانو پنجشیر ولایت کې ۲۱ نورې سیمې تثبیت کړي دي

اړوند خبرونه: 

طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د پنجشېر د والي ویاند ویلي، په دغه ولایت کې د زمرد د کانونو ۲۱ نوې سیمې په خنج، پریان او د دشت ریوت سیمو پېژندل شوې دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن(سه‌شنبه، د اپرېل ۲۲مه) ویلي، د زمرد د کانونو نوې سیمې په خنج، پریان او د دشت ریوت سیمو کې پیژندل شوې دي.

د طالبانو د دغه چارواکي په وینا یادې سیمې ټولې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ پورې اړه لري.

د ښاغلي لټون په وینا، د رسمي او مسلکي اسنادو په درلودلو سره اوسمهال په ۶۰۰ کانونو کې کار روان دی.

د طالبانو په راتلو سره د پنجشېر زمرد په وار وار د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، په دې لیلام کې د افغانستان سوداګرو سربېره د بهرنیو هېوادونو سوداګرو هم ګډون کړی وو.

باید وویل شي ، چې د پنجشېر زمرد د ځلا او کیفیت له اړخه نړیوال شهرت لري. او بهر ته هم صادرېږي.

طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د شمېرو له مخې چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي چې په هغو کې ۵۰۰ کانونه فعال دي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button