افغان کډوالروغتیا

کابل کې د جاپان سفیر: افغانستان کې د “خوارځواکۍ” وضعیت زړه‌بوږنوونکی دی

اړوند خبرونه:

د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ پراخېدو ته د اندېښنو په دوام، په کابل کې د جاپان سفیر «تاکایوشي کورومیا» د افغان میندو او ماشومانو خوارځواکه وضعیت زړه‌بوږنوونکی بللی دی.

ښاغلي  کورومیا په کابل کې د خوارځواکۍ له یو مرکز څخه د لیدنې پرمهال ټینګار کړی چې د جاپان حکومت د خوارځواکۍ خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان کورنیو ملاتړ ته ژمن دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې جاپان حکومت په دې وروستیو کې اووه میلیونه ډالر د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې په برخه کې مرسته کړې چې په دې سره ۳۰ زره کورنیو ته د دریو میاشتو لپاره خوراکي توکي چمتو شي.

د جاپان سفیر دا هم ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته‌ ماشومانو وضعیت زړه‌بوږنوونکی دی، خو جاپان به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ادامه ورکوي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودل شوې، او د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې چې سږ کال به د دغو ماشومانو شمېر زیات شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button