طالبان: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روغتیايي سکتور لپاره د مرستو په جلب کې همکاري کوي

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت د اندریو سابرتن، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرائیوي مرستیال دی، له قوله ویلي چې دا صندوق د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره د مرستو جذب کې همکاري کوي.
دا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه موضوع ښاغلي سابرتن د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.
خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر دې دمه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دا لیدنه د کوابینا اسانتي، چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرائیوي رئیس دی، په حضور کې ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د دې سکتور دوامداره مالي ملاتړ، د روغتیايي مرستو ښه مدیریت، د ګرځنده ټیمونو د ثابتو مرکزونو په بدلولو، او د روغتیايي خدماتو پراخولو ته وده ورکول، د دې لیدنې اساسي محورونه وو.