ای پي ایل کې د نوراحمد زبردسته لوبه؛ د سیالیو غوره لوبغاړی شو

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه باولر، نوراحمد نن (چهارشنبه) د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې چینای سوپر کینګز لپاره ۴ ویکټونه واخیستل.
دغو څلورو ویکټونو د هند په روان غوره لیګ کې د نوراحمد لکڼوال د ویکټونو شمېر ۲۰ ته ورساوه.
ده په ۱۱ سیالیو کې دومره لوبغاړي سوځولي او یوازې () هم ۲۰ لوبغاړي په ۱۰ لوبو کې سوځولي او له همدې کبله تر ده وړاندې دی.
نور احمد ۴ مهم لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې په ۴ اورونو کې یې ۳۱ منډې ورکړې.
د نوراحمد ښه لوبه سبب شوه چې چینای سوپرکینګز، کلکته نایټ رایډرز ته په ۲ ویکټونو ماته ورکړي. له همدې کبله نوموړی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
دا د هند په روان غوره لیګ کې دوهم ځل دی چې نور احمد د مسابقې د غوره لوبغاړي جایزه ګټي.
نور احمد په داسي حال کې د هند د روان ټورنمنټ یو له دوو زیاتو ویکټ اخیستونکو څخه دی چې لوبډله یې جدول په پای کې ده.