اقتصاد او سوداګري

افغانستان او ازبکستان د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۰ ملیونه ډالرو په ارزښت ۳۰سوداګریز هوکړهې لاسلیک شوې.

دغه هوکړهې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د تواصل په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد وایي، چې د سوداګرۍ خنډونه باید حل او ازبکستان ته افغان صادرات زیات شي.

له دې سره هم مهاله ازبکستان یوه کرنیزه مرستندویه کڅوړه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته وسپارله.

په دغه مرسته کې ۲۰ ټنه د شولو، ۵ ټنه د پنبې او ۱.۳ ټنه د سبو تخمونه شامل دي.

دغه مرسته د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کرنې ریاستونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو کرنې وزارت ویلي، چې ازبکستان به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button