افغانستانسیاست

روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

طالبانو افغانستان کې د قزاقستان د پانګه‌ونې له لېوالتیا خبر ورکړی

د روسیې د امنیت شورا یو لوړپوړی چارواکی وایي، د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه باید په افغانستان کې له اوږدې جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې بشپړ مسئولیت ومني. مسکو همداراز له افغانستان سره د اړیکو د نوي کولو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د “تماس ډلې” د بیا فعالولو غوښتنه کوي او وایي چې د روسیې له ترهګریزو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ځنډولو دې پروسې ته لاره هواره کړې ده.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر، الکساندر وندیکتوف، په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د بیارغونې اصلي او دروند بار باید د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي. د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکرترانو په غونډه کې ټینګار وکړ: “زموږ په نظر، اوس هغه وخت رارسېدلی چې له افغانستان سره د شانګهای همکارۍ سازمان د اړیکو د یخ ماتولو په اړه فکر وکړو او دا کار د اړوندې تماس ډلې د کار په بیا پیلولو سره پیل کړو.”

ښاغلي وندیکتوف همداراز د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې افغانستان کې د سولې او پراختیا د تضمین لپاره فعاله ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دا دریځ د دغه هېواد د نورو چارواکو له خوا هم تکرار شوی دی. د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر، سرګي شویګو، هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې په یوه ورته غونډه کې له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره د شانګهای-افغانستان د تماس ډلې د کار د بیا پیلولو وړاندیز کړی و.

ښاغلي شویګو په مسکو کې د امنیت شورا سکرترانو ته په وینا کې یادونه وکړه چې د طالبانو ډله د روسیې د ترهګریزو ډلو له نوملړه ځنډول شوې ده. د هغه په وینا، د دغه ځنډ له امله اوس دا زمینه برابره شوې چې د شانګهای سازمان او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل په اړه بحث وشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تېر کال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د شانګهای سازمان د تماس ډلې د کار له بیا پیل څخه ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تر اوسه د افغانستان په استازیتوب هېڅ لوري ته د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، او د افغانستان څوکۍ په دې سازمان کې تشه پاتې ده. د روسیې وروستۍ هڅې داسې ښکاري چې غواړي له طالبانو سره د سیمه‌ییزو همکاریو یو نوی باب پرانیزي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button