افغانستان

طارق علي او فیصل بن عبدالله افغانستان کې پر وروستیو بدلونونو غږېدلي

اړوند خبرونه: 

د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

کابل کې د اسلامي همکاریو سزمان دفتر رسماً پرانیستل شو

د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله الحنزب په کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دغو استازو دوحې کاري غونډې په څنډه کې له یو بل سره کتلي د افغانستان په اړه پر ځینو مسایلو غږېدلي دي.

په دې کتنه کې طارق علي بخیت په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره د قطر له پرله‌پسې هڅو مننه کړې، او د افغانستان له خلکو سره یې د «اسلامي همکاریو سازمان» د ملاتړ خبرې کړې دي.

د قطر او اسلامي همکاریو سازمان د استازو دا کتنه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې د افغانستان له خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په موخه دوه‌‌ورځنۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې له افغانستانه د اسلامي امارت یو ګډ لوړپوړي پلاوي هم ګډون کړی و. تر دې غونډې مخکې ویل شوي وو چې د ناستې یوه موضوع به په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد د فعالیتونو ارزونه هم وي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د بېلابېلو هېوادونو استازو د هرې نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغانستان روان وضعیت ارزولی او خپلې اندېښنې، مشورې او نظریات یې خپاره کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button