تازه څېړنې د سپوږۍ له خاورې اوبه او اکسیجن استخراج کړي

اړوند خبرونه:
داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي
په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي
د هانګ کانګ د چیني پوهنتون څېړونکو یوې نوې ټکنالوژۍ ته انکشاف ورکړی چې کولای شي له سپوږمۍ څخه اوبه استخراج کړي او بیا یې اکسیجن او کیمیاوي سونتوکو ته واړوي.
دا ټکنالوژي د لمر له وړانګو څخه تودوخه تولیدوي، او د هغې په مرسته د سپوږمۍ له خاورې څخه اوبه استخراجوي. وروسته له هغو څخه پر اکسیجن او کیمیاوي سون توکو د کاربون ډایاکسایډ د بدلولو لپاره کار اخلي.
په «Joule» علمي مجله کې، چې د Cell Press له خوا چاپ شوې، په خپره شوې مقاله کې راغلي چې دا موندنې کولای شي د ژورو فضايي تحقیقاتو لپاره «نوې افقونه پرانیزي»، ځکه دا چارې د دې اړتیا راکموي چې له ځمکې څخه ګرانبیه منابع لکه اوبه سپوږمۍ ته ولیږدول شي.
د دې څېړنې له مخې، سپوږمۍ ته یوازې د یو ګیلن (۳.۷۸ لیتره) اوبو وړل نژدې ۸۳ زره ډالره (۷۱٬۲۳۰ یورو) لګښت لري، او هر ستورمزلی هره ورځ شاوخوا څلور ګیلنه (۱۵.۱۴ لیتره) اوبو ته اړتیا لري.
لو وانګ، چې د دې څېړنې مشر دی، وایي: «موږ هیڅکله د سپوږمۍ په خاوره کې پټ جادويي ځواک په بشپړه توګه نه و تصور کړی.»
خو مقاله دا هم یادونه کوي چې اوسنۍ لارې چارې د سپوږمۍ له سطحې څخه د اوبو د راایستلو لپاره ډېر پړاوونه لري او ډېره انرژي مصرفوي، او په ډېریو کې دا هم معلومه نه ده چې د سون توکو د تولید لپاره څومره کاربن ډایاکسایډ کارول شوي دي.
که څه هم دا ټکنالوژي د هیلو څرک برابروي، خو د سپوږمۍ د سختو چاپېریالي شرایطو لکه د تودوخې د شدید بدلون، فضایي وړانګو او ډېرې کمې جاذبې له امله د منابعو استخراج لا هم جدي ننګونه ده.
دغه راز، څېړنه ټینګار کوي چې یوازې هغه کاربون ډایاوکسایډ چې د فضا نوردانو له ساه اخیستو تولیدېږي، دې ته بسنه نه کوي چې د یوې ډلې ستورمزلو ټولې اړتیاوې لکه اوبه، سون توکي او اکسیجن پوره کړي.