اقتصاد او سوداګري

قرغزستان کې له افغان سوداګرو سره د نورالدین عزیزي لیدنه

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

نورالدین عزیزي په قرغیزستان کې له افغان سوداګرو سره پر بېلابېلو مسایلو غږېدلی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي په قرغیزستان کې له افغان سوداګرو سره په کتنه کې هېواد ته د دوی پر راتګ ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کتنه په قرغیزستان کې له مېشت افغان سوداګرو سره د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د شریکېدو په موخه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې عزیزي له افغان سوداګرو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست تر دې مخکې د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر «باکیت صدیکوف» سره هم کتلي وو، او پر بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو د بحث ترڅنګ یې دوه مهم سندونه هم لاسلیک کړي دي.

بلخوا په قرغیزستان کې د ا.ا سفارت لیکلي چې نورالدین عزیزي او مل پلاوی به له بېلابېلو کسانو سره پر کتنې سربېره د قرغیزستان په «ایسیک – کول» اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د قرغیزستان او افغانستان اړیکې پراخه شوې، او د یو بل لوړپوړي پلاوي وخت ناوخت دواړو هېوادونو ته رسمي سفرونه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button