افغانستان

د سقوط ۴ کاله؛ د طالبانو د خوښۍ جشن اود خلکو لپاره د ډوډۍ غم

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

د طالبانو جشن او د خلکو خپګان

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په څلورمه کلیزه کې، د دې ډلې مشران د “سرتاسري امنیت، شرعي نظام او له فساده د خلکو د خلاصون” خبرې کوي. د طالبانو ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۵مه په غزني کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په سړکونو د سکېټ حرکات ترسره کړل. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان په موټرسایکلونو او رنجر موټرو کې، چې د پخواني حکومت څخه پاتې دي، د “فتحې” ترانې غږوي او جشن نیسي. خو د دې په مقابل کې، د کابل او نورو ښارونو په کوڅو کې خلک د کار په لټه کې په غمجنو څېرو سرګردان وو.

له شکر ایستلو تر تسلیت پورې

د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده، کابل ته د خپلې ډلې د بیا ننوتلو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، د “شرعي” نظام خاوند شو. هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او خلک باید د طالبانو د حکومت په جوړېدو شکر وباسي. اخندزاده همدارنګه د “اسلامي امارت” چارواکو ته امر کړی چې د وزیرانو او کابینې د غړو لپاره د “سرپرست” له کلمې څخه کار وانخلي.

دې پرېکړې ته په غبرګون کې، د “افغانستان د ازادۍ جبهې” د رسنیو مسؤل، داوود ناجي، دا د تعامل د منتظرو په زړه د خلاصون ګوزار بللی دی. د ملي امنیت پخواني سلاکار، رنګین دادفر سپنتا، د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وبلله او ویې ویل چې دا څلور کاله د خلکو لپاره د ظلم او ورانۍ له پېړیو سره برابر وو.

د کابل د جګړو “ترخه” تجربه

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر، یاسین ضیا ویلي، چې د کابل په شمال کې مېشتو “د متحدې ملي جبهې ځواکونو” په لومړیو میاشتو کې د پلازمېنې د بېرته نیولو توان درلود، خو په کابل کې د ښاري جګړې د اندېښنو او د منظمو پوځي او اداري جوړښتونو د نشتوالي له امله یې له دې کاره ډډه وکړه. نوموړي پر ځینو سیاسي ډلو نیوکه وکړه چې له طالبانو سره یې د خپلو مالونو او شتمنیو د ساتلو لپاره معامله کړې ده.

د طالبانو ضد جبهې قومندان: اوس د عمل وخت دی

د طالبانو ضد “مقاومت جبهې” یوه لوړپوړي قومندان، خالد امیري، په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان د ترهګرو په اشغال کې دی او خلک له بېوزلۍ، ځپلو او کډوالۍ ستړي شوي دي. هغه زیاته کړه: “له طالبانو سره مبارزه همغږي او هدفمند اقدام ته اړتیا لري. هره ورځ ځنډ د دښمن د پیاوړتیا او زموږ د کمزورتیا په مانا ده.

د طالبانو په واکمنۍ کې د بېوزلۍ او تاوتریخوالي کیسه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۲مه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو ځپونکی نظام د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ او سیستماتیک چلند له لارې پلی کېږي، چې د بشریت ضد جنایت په توګه ګڼل کېدای شي. راپور زیاتوي چې په پنجشېر، کندز، کابل، غزني، فاریاب او هرات په څېر ولایتونو کې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو خپل سري او غچ اخیستونکي وژنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۳۴۲ هلکان د طالبانو له خوا جذب شوي، چې ۱۵۰ یې په جګړو کې کارول شوي دي. د یونیسف د راپور له مخې، ۳۹ سلنه افغان مېرمنې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button