د پاکستان کرکټ بورډ لخوا اعلان شوې لوبډلې ته د خلکو پراخ غبرګونونه
اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د درې اړخیز سیزیر او همداراز د اسیا جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړې پکې بابر اعظم او محمد رضوان نه دي شامل، دې کړنې د پاکستان کرکټ مینوالو او عامو خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په غوره شویو لوبغاړو کې د سلمان اغا لوبډلمشردی ورسره، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، حسن عالي، حسن نواز، حسین، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم او ځېنې نور شامل دي.
په لوبډله کې د بابر او رضوان نه شتون د پاکستان کرکټ مینوالو او عامو خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د یو شمېر نورو په وینا، پر لوبغاړي ښه او بد وختونه راځي خو دا په دې مانا نه ده، چې په داسې مهم وخت کې د لوبډلې برخه نه وي. د کرکټ مینوالو زیاته کړې، د نوې ټاکل شوې لوبډلې زیاتره لوبغاړي ځوانان دي او ښايي په دومره لویو سیریزونو کې د لوبېدو او ځلېدو پوره تجربه و نه لري.
ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزه لوبو دری اړخيزه لړۍ د روان کال د اګست پر ۲۹ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ په سیالۍ پېل شي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.
باید وویل شي چې له دې سیالیو وروسته، همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱مه به دوام وکړي.