اړوند خبرونه:
طالبانو ته د ټرمپ ګواښ؛ په هره بیه د امریکا پاتې وسلې او وسایل درنه اخلم
تازه راپورونه ښیي چې ازبکستان ښایي د افغانستان د پخواني هوايي ځواک هغه الوتکې او څرخکې بېرته کابل ته وسپاري چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته دغه هېواد ته انتقال شوې وې.
دا الوتکې د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته، د افغان پیلوټانو لخوا ازبکستان او تاجکستان ته یووړل شوې وې.
په لیږدول شویو الوتکو کې Mi-17 او UH-60 ډوله هلیکوپترونه، او همدارنګه ثابت وزر لرونکې الوتکې لکه PC-12، C-208، AC-208 او A-29 شاملې دي.
طالبانو له ازبکستان او تاجکستان څخه په مکرر ډول د دغو الوتکو د سپارلو غوښتنه کړې، خو رسمي ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
تر دې وړاندې، په ازبکستان کې د امریکا سفیر څرګنده کړې وه چې د یوې نوې هوکړې پر بنسټ، د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ۴۶ الوتکې به د ازبکستان په ملکیت کې پاتې شي.
اوسني غیر رسمي راپورونه د دې هلیکوپترونو د احتمالي بېرته سپارلو په اړه دي، خو د سپارلو کره نېټه او رسمي تایید یې تر اوسه نشته.
په ورته وخت کې، «پولتیکو» خپرونې راپور ورکړی و چې د امریکا د حکومت سرچینې وایي، واشنګټن له ازبکستان او تاجکستان سره خبرې کوي ترڅو دغه الوتکې د پوځي ملاتړ په توګه دغو هېوادونو ته وبخښي.
د سیمې د جیوپولیټیکي حساسیتونو او د روسیې د نفوذ له امله، ازبکستان او تاجکستان لا تر اوسه په دې اړه کومه ښکاره پرېکړه نه ده ښودلې.
امریکایي چارواکي هڅه کوي چې له دغو الوتکو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي ترڅو په یوه داسې سیمه کې ځای پر ځای شي چې امریکایي پوځي حضور په کې نشته.