افغانستان

امریکا: طالبانو ۲۰۲۴ کې له بشر حقونو ګڼې سرغړونې کړي

اړوند خبرونه:

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

د امریکا خارجه وزارت ویلي چې طالبانو تېر ۲۰۲۴ کال د بشرحقونو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي دي

د امریکا د خارجه چارو وزارت د طالبانو حکومت په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې پر پراخو سرغړونو تورن کړ.

یاد وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان ښځو پر بنسټیزو حقونو سخت بندیزونه لګېدلي او دوی یې له ټولو حقونو بې برخې کړې دي.

سرچینې دغه راز طالبان د نورو سرغړونو سربېره د بیان او رسنیو پر ازادۍ پراخو بندیزونو، ځان وژنې، جبري تښتونې، ربړونې، په وسلوالو جګړو کې د ماشومانو پر کارولو او پر پراخ انساني قاچاق هم تورن کړي دي.

راپور کې زیاته شوې چې طالبانو انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او ګڼ خبریالان یې ګواښلي او د دوی د تاوتریخوالي له امله ځېنې رسنۍ تړل شوې او ډېری خبریالان له هېواده وتلو ته اړ او بې دندو شوي دي.

امریکا همدا راز د طالبانو دا تګلاره او کړنې په سختو ټکو غندلې.

سرچینې ډاډ ورکړی چې، دوی به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي؛ ترڅو دوی وکولی شي خپلو بنسټیزو حقونو، ولسواکۍ او ازادۍ لپاره مبارزه وکړي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ جمهوري نظام وپرځېد او د طالبانو نظام افغانستان تر خپلې ولکې لاندې ونیوه لسګونه زره ښځې له دولتي ادارو لرې او پرځای یې طالبان وګومارل شول.

ورسره هممهاله د تېر جمهوریت کارکوونکي په یوه او بله پلمه په کور او بې دندې کړل چې، دې چارې افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه او خلک له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړل.

پرون چهارشنبه د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ وه، خو د راپورونو له مخې افغانستان کې د طالبانو له لوري د لګېدلو سختو محدودیتونو او بېکارۍ له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button