سږ کال له هېواده د صادراتو او ترانزیټ د زیاتېدو خبر ورکړل شوی
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
مالیې وزارت وايي، سږ کال له افغانستانه د صادراتو او ترانزیټ برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
د ا.ا ماليې وزارت وايي چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هیواد له ګمرکونو څخه د صادراتو او بهرني ټرانزيټ په کچه کې د پروسږکال همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د پروسږ(۱۴۰۳هـ.ل) کال په پنځو میاشتو کې (۴۳زره او۱۱۵) محمولې صادرات شوي او د روان (۱۴۰۴هـ.ل) کال په لومړیو پنځو میاشتو کې بیا (۴۸ زره او۹۲۸) محمولې دي، چې له مخې یې د پروسږکال په پرتله د صادراتو په کچه کې (۱۳،۵) سلنه زیاتوالی معلومېږي.
د ماليې وزارت د خبرپاڼې له مخې: “د بهرني ټرانزیټ په برخه کې د روان (۱۴۰۴هـ.ل) کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له هیواد څخه (۱۳ زره او ۱۹۸) محمولې ټرانزیټ شوي دي چې د پروسږکال په پنځو میاشتو کې بیا دا شمېر (۱۰ زره او۶۰۱) محمولو ته رسېږي، چې د بهرني ټرانزیټ په کچه کې هم د پروسږکال په پرتله (۲۴،۵) سلنه زیاتوالی راغلی دی.”
د یاد وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې چې په زیاته کچه صادرات پاکستان، هندوستان، قزاقستان، متحده عربي امارات، ازبکستان او ترکیې هیوادونو ته شوي دي او له هیواد څخه ترسره شوي ټرانزیټ بیا پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هیوادونو ته شوي دي.
خو اقتصادپوهان وايي، لا هم د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ډېر خنډونه شته دي چې حل ته یې باید لاسرسی وشي.