سیمه

د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد لاسوهنه تېروتنه وه

اړوند خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه یوه تېروتنه وه.

خواجه اصف په یوه پاډاکسټ کې ویلي، اړتیا نه وه چې پاکستان د روسیې پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغانانو ملاتړ ته دانګلي وای او دا زموږ تېروتنه وه.

هغه د وخت د پوځ مشر، جنرال ضیا الحق یو دیکتاتور یاد کړ چې له امریکا سره یې د اړیکو د غځولو لپاره ځينې کارونه وکړل.

‏خواجه آصف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، له بل لوري بیا د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې د (پاکستان د تحریک انصاف) ګوند یوې لویې غونډې کې په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو سره مخالفت ښودلی.

ګنډاپور ویلي، د خیبر پښتونخوا حکومت پاکستاني پوځ ته په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي او په هېڅ قېمت به یې ملاتړ هم ونه کړي.

هغه د پاکستان پر فدرالي ادارو غږ کړی کړی چې د ترهګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره باید په پښتونخوا کې د عملیاتو پرځای په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې اترې وشي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر دغه راز په دې غونډه کې د پاکستان له حکومت د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی چې دې برخه کې به یې مبارزه د بریا تر درشل دوام کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button