افغانستان کې له ۴۸ ساعتونو وروسته د انټرنېټ او تلیفون اړیکو تدریجي بیارغول
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د دوو ورځو بشپړې پرچاوۍ وروسته، په افغانستان کې انټرنېټ او تلیفوني اړیکې ورو ورو بیرته رغول شوي، خو اوس مهال یوازې دوه مخابراتي شرکتونه محدود خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې له نږدې ۴۸ ساعتونو بشپړې پرچاوۍ وروسته، د انټرنېټ او مخابراتي شبکو خدمات بیا فعال شوي دي. دا پداسې حال کې ده چې وروستۍ ستونزې د دې لامل شوې وې چې په ټول هېواد کې کاروونکي په بشپړه توګه انټرنېټ او تلیفوني اړیکو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا، په څو ولایتونو کې د انټرنېټ او ګرځنده شبکو خدمات د پام وړ اختلال وروسته بیرته فعال شوي دي. دا پرچاوۍ چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې وه، د خلکو ډیری ورځني فعالیتونه یې ګډوډ کړي وو.
د افغانناو د راپور له مخې، اوس مهال د انټرنېټ اتصال د “DSL” او “نقطه په نقطه” (point-to-point) په بڼه فعال شوی او یوازې د “سلام” او “روشن” مخابراتي شرکتونه دا خدمات وړاندې کوي. تر څنګ یې، تلیفوني اړیکې هم ورو ورو بیرته رغول شوي او کاروونکي کولی شي بیا له ارتباطي خدماتو څخه ګټه واخلي.
د طالبانو ویاند مخکې د دې پرچاوۍ لامل د فایبر اپټیک کیبل د بدلولو عملیات یاد کړي وو او ژمنه یې کړې وه چې دا به یوه لنډمهاله ستونزه وي.
اوس مهال د انټرنېټ او ګرځنده شبکو په تدریجي بیا رغیدو سره، یو څه اندیښنې کمې شوي دي؛ خو لا هم ټولو مخابراتي شرکتونو خپل خدمات په بشپړه توګه بیرته ندي پیل کړي او د اړیکو کیفیت هم محدود راپور شوی دی.
د “نېټ بلاکس” (Netblocks) او “کلودفلیر رادار” (Cloudflare Radar) د معلوماتو له مخې هم، له ۴۸ ساعتونو بشپړې پرچاوۍ وروسته، د هېواد انټرنېټ په تدریجي ډول وصل کیږي. تمه کیږي چې په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې به نور مخابراتي شرکتونه هم خپل خدمات بیا پیل کړي او د انټرنېټ او تلیفوني اړیکو کیفیت به ښه شي.