افغانستانسیمه

پوتین: له طالبانو سره د مخدرو موادو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوو

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې هېواد يې له طالبانو سره د ترهګرۍ او مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کې بشپړه همکاري کوي.

دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د روسیې او منځنۍ آسیا د هېوادونو په ګډه غونډه کې وشوې.

پوتین د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او وويل چې مسکو د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کې بشپړ ملاتړ کوي.

پوتین زياته کړه: “موږ وينو چې د افغانستان اوسني چارواکي د ترهګرۍ او مخدرو موادو پر وړاندې د ګډې مبارزې په ګډون، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي. روسیه په کلکه د دغو هڅو ملاتړ کوي.”

روسیه: ا.ا به امریکا ته اجازه ورنکړي چې د بګرام اډې ته بېرته راشي

هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان وضعیت تل د منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ موضوع پاتې شوې او د سیمه‌ييزې همکارۍ پیاوړتیا د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېره مهمه ده.

پوتین د داعش خراسان څانګې او نورو افراطي ډلو د شتون او فعالیت په اړه خپله ځانګړې اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار يې وکړ چې د دې ګواښونو د مخنيوي لپاره ګډ سیمه‌ييز عمل ضروري دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي و چې د افغانستان اوسني افراطي ډلې د لوېدیځ د پوځي مداخلې محصول دي او د طالبانو حکومت د روسیې د نړیوال تروریزم پر وړاندې د جګړې ملګری بلل کېږي.

روسیې د روان ۲۰۲۵ کال د چنګاښ (جولای) په ۱۲مه نېټه په يوه بې ساري اقدام کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژانده او د هغوی د نوي سفير د استوګنې اسناد يې ومنل. دا پرېکړه د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک ته رسېدو وروسته، د دوی د نړیوال مشروعیت په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button