اقتصاد او سوداګري

تېرو ۸ میاشتو کې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونه ته صادر کړې ده.

د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) زیاته کړې، چې د تېر کال لومړیو اتو میاشتو کې یې د ۱۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې وه.

اقتصاد؛ طالبان وايي، تېره میاشت له رېل لار ۳۹۳زره ټنه سوداګري شوې

جواد زیاته کړه چې، یاده اندازه وچه مېوه هند، پاکستان، عربي متحده امارات، روسیې، چین، بریتانیا، کاناډا او ایټالیا ته صادر شوې ده.

د افغانستان وچه مېوه په بهرنیو هېوادونو کې ځانګړي مینه وال او پېرېدونکي لري او له همدې امله یې په بهرنیو بازارونو کې ښه نوم هم خپل کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button