افغانستانسیمه

افغانستان او پاکستان د اوربند پر غځېدو دوحه کې خبرې کوي

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ

داسې ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر غځېدو په دوحه کې خبرې وکړي

په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعت اوربند وخت نن پای ته رسېږي، راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ به نن یا سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند پر غځېدو خبرې وشي.

باوري سرچینو تاند ته وویل چې دواړو خواوو د خبرو پیلولو ته لېوالتیا ښوولې او غواړي چې د اوربند پر اوږدولو خبرې وکړي.

دا پرمختګ له دې سره سره شوی چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خپل هیواد رسنیو ته وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند ښايي ډېر دوام ونه کړي.

پخوانی ولسمشر: هر افغان له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، وروسته له دې چې بې الوتکو یې د جهارشنبې په ورځ په کابل او سپین بولدک کې د ملکي افغانانو ژوند او شتمنیو ته زیانونه واړول، پرون (پنجشنبې) د پاکستان صدراعظم خبرداری ورکړ چې که طالبان د شخړې «حل» غواړي، نو په ۴۸ ساعتونو کې دې د اسلام آباد غوښتنې ومني.

شهبازشریف د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د دایمي اوربند لپاره توپ اوس د افغانستان په میدان کې دی. هغه ټینګار وکړ چې پاکستاني طالبان باید له منځه یوړل شي او وسله وال یې باید د افغان خاوره ونه کاروي.

پاکستان فکر کوي چې د هوايي ځواک برتري لري او په وسیله یې د افغانستان پر هر ځای برید کولی شی.

د پاکستان له لوري د چهارشنبې د ورځې په بریدونو کې یوازې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button