اړوند خبر:
پخوانی ولسمشر: هر افغان له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی
د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، افغان حکومت هیڅکله نه غواړي افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
پخوانی ولسمشر: پاکستان دې د خپل ځان د خیر لپاره پر افغان خاوره بریدون ودروي
مولوي محمدیعقوب مجاهد د الجزیرې خبریال د هغې په پوښتنې په ځواب کې چې، پاکستان د ورستیو نښتو په اړه د هند پټې ونډې اخېستل یاد کړي ویلي: “دا تورونه بې اساسه دي، حقيقت يې نه تائيدوي، منطقي نه دي او په هيڅ صورت منل کېدای نه شي.”
نوموړي زیاته کړې: “دغه تورونه که بيا تکرارېږي ستونزې به نورې هم پېچلې کړي پر ځای د دې چې د حل لاره وړاندې کړي.”
د طالبانو دفاع وزیر د یو خپلواک هېواد په توګه او د ملي ګټو په چوکاټ کې له هند سره د اړیکو پر دوام ټینګار کړی او د پیاوړتیا هڅې یې کیږي.
نوموړي دغه راز له پاکستان سره هم د خپلو ګټو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکو ساتلو یادونه کړې.
مولوي یعقوب مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، د افغانستان او پاکستان په جګړو کې پاکستاني لوري ادعا کوله چې ګواکې هند له افغان طالبانو سره په جګړه کې مرسته کوي هغه چې افغان لوری یې ردوي.
دا ادعا داسې مهال راپورته شوه چې د جګړو په ورځو کې د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي په هغو ورځو کې هند ته په یوه رسمي سفر تللی وو او هلته یې تود هرکلی وشو.