سیمه

طالبان: متقي ۶ ځله اړیکه نه ده نیولي، د اسحق ډار څرګندونې ناسمې دي

اړوند خبر: 

خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې ناسمې او له حقیقت لرې وبللې.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امیرخان متقي اسحاق ډار سره په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټیلیفوني اړیکه نه ده نیولې او دا اړیکه د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه.

طالبانو ویلي، چې په لومړۍ اړیکه کې اسحاق ډار ځان له وضعیت ناخبره وښود او د دویم تماس غوښتنه یې وکړه، چې د دواړو ترمنځ خبرې بیا وشوې.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې یوه ورځ وروسته بیا د اسحاق ډار له لوري د اړیکې هڅه وشوه، خو د بېلابېلو لاملونو له امله دا اړیکه عملي نه شوه.

اسحاق ډار: پاکستان د کابل سقوط پر مهال هلته د ای ایس ای مشر د «چای څښلو» درنه بیه پرې کوي

طالبانو لاملونه نه دي روښانه کړي چې څه وو.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال، اسحاق ډار سنا ته په خبرو کې ویلي وو، چې تېره دوشنبه ورته امیرخان متقي شپږ زنګونه وهلي دي.

ډار ویلي وو، چې دا اړیکې د استانبول د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې شوې وې او هغه ورته څرګنده کړې وه چې افغان خاوره یې باید پر ضد ونه کارېږي.

طالبان وايي، د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او پر واقعیت ولاړ تعامل پر بنسټ وي او دا «ناسمې» څرګندونې یې دیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې بللې دي.

دا هم ولولئ:  م.م کې د مسکو استازی: د داعش په ځپلو کې د طالبانو هڅې کافي نه دي

ټاکل شوې، چې سبا د نومبر په ۶مه په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي او پر ګډو اندېښنو خبرې او هوکړې وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button