دا لومړی ځل دی چې کابل ژوبڼ ته یو واورین پړانګ راوړل کېږي

کابل ښاروالي وایي چې له بدخشان ولایت څخه یو واورین پړانګ د تخنیکي پړاوونو ترسره کولو او له مسلکي ارزونې وروسته، د خوندیتوب د ټولو تدابیرو په پام کې نیولو سره کابل ژوبڼ ته لېږدول شوی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پړانګ یو نیم کال مخکې د بدخشان د واخان ولسوالۍ به ورک کلي کې پر څارویو تر برید وروسته، د سیمې د اوسېدونکو له لوري نیول شوی و.
سرچینې لیکلي چې دا ښځینه پړانګ چې (واورین پړانګ) نومول شوی، شاوخوا څلورنیم کاله عمر لري او د سپین او تور رنګ په درلودلو سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.
اړوند خبر:
هند د نړۍ په کچه ډېر واورین پړانګان لري
“د ډېر وخت بې ځایه کېدو او بندیتوب له امله یې خپل توان له لاسه ورکړی او د متخصصینو تر څار لاندې یوه خوندي ځای ته اړتیا لري.”

په اعلامیه کې د کابل ژوبڼ د رییس په حواله ویل شوي چې دا پړانګ له آسیايي نسل څخه دی چې د دې نسل ژوي د ورکېدو په حال کې دي. “دا ډول پړانګان معمولاً اوږد عمر لري او له جسمي اړخه تر نورو پړانګانو پیاوړي دي او په سړه هوا کې یې مقاومت ډېر او په لوړو غرونو او سیمو کې ژوند کوي.”
د نوموړي په وینا چې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ یوه تخنیکي ټیم بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسئولینو سره په همغږۍ دا پړانګ په خوندي توګه کابل ژوبڼ ته رالېږدولی دی.



