امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې؛ د اسلاماباد اندېښنې او د جرمونو زیاتوالی
د پاکستان کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې
اسلاماباد: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د سنا جرګې یوې کمېټې ته په ډاګه کړې چې د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره، دغه هېواد پاکستاني وګړو ته د ویزو ورکړه ودرولې ده او دا لړۍ ښايي نوره هم پراخه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری: امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال، سلمان چودري د پنجشنبې په ورځ د سنا جرګې د بشري حقونو کمېټې ته په یوه غونډه کې د وضعیت حساسیت بیان کړ. نوموړي تایید کړه چې دا مهال امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې دي (یا د بندولو پر لور روان دي) او که وضعیت کنټرول نشي، نو ښايي د پاکستان پر پاسپورټ بشپړ بندیز ولګول شي.
ښاغلي چودري خبرداری ورکړ: «سعودي عربستان او متحده عربي امارات دې ته خورا نژدې شوي چې پر پاکستاني پاسپورټ بیخي بندیز ولګوي، او که دا بندیز ولګېږي، لرې کول به یې خورا ستونزمن وي.»

د چارواکو په وینا، دا مهال متحده عربي امارات یوازې د شین رنګه (سرویس/افسر) او ډیپلوماټیک پاسپورټ لرونکو ته ویزې ورکوي، خو عامو خلکو ته د ویزو ورکړه په ټپه ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده چې امارات د پاکستاني کارګرانو لپاره یو مهم مارکیټ او پاکستان ته د اسعارو د لېږلو لویه سرچینه ګڼل کېږي.
د جرمونو زیاتوالی او متضاد راپورونه؛ ولې امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې؟

د سنا جرګې د بشري حقونو د کمېټې مشرې، سناتورې سمینه ممتاز زهري هم تایید کړه چې امارات او سعودي عربستان پر پاکستانیانو ویزې بندې کړې دي یا یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. هغې وویل، کمېټې ته معلومات ورکړل شوي چې د دې سخت دریځ اصلي لامل په یادو هېوادونو کې د پاکستانیانو لخوا په جنايي فعالیتونو کې ښکېلتیا ده.
د راپورونو له مخې، اماراتو او سعودي عربستان اندېښنه ښودلې چې هلته ورتلونکي پاکستانیان په غلاوو، کسه بُرۍ، سوال کولو او نورو جرمونو کې تر بل هر ملت زیات ښکېل دي.
د ډیپلوماټانو غبرګون:
که څه هم پاکستاني چارواکي په ښکاره د ویزو د بندیز خبره کوي، خو په اسلاماباد کې د اماراتو د سفارت یوه لوړپوړي ډیپلوماټ د نوم نه ښودلو په شرط «ډان نیوز» ته ویلي چې په رسمي ډول کوم بندیز نشته. خو پاکستاني رسنۍ او په خلیج کې مېشت پاکستانیان تاییدوي چې د ویزو ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.
نړیوال درس او د افغانانو وضعیت:
د پاکستان دغه وضعیت او په بهر کې د وګړو کړنې د هېواد پر برخلیک څومره اغېز لري، یوه تازه بېلګه یې په امریکا کې لیدل کیږي. وړمه ورځ په واشنګټن کې د یوه افغان لخوا د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو تر برید وروسته، د امریکا ولسمشر نه یوازې د افغانانو د ورتګ پروسه وځنډوله، بلکې د زرګونو مېشتو افغانانو د بیا ارزونې امر یې هم وکړ.
دا پېښې ثابتوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د وګړو انفرادي جرمونه او کړنې کولای شي د ټول ملت پر حیثیت، اقتصاد او راتلونکي ویجاړونکي اغېزې ولري.



