پر افغانستان د شوروي یرغل؛ یوه تاریخي اشتباه او نه هېرېدونکې غمیزه

پر افغانستان د شوروي یرغل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر پر ۲۷مه پیل شو. دا مقاله د دې خونړۍ جګړې تاریخي شالید، مرګژوبله، د افغانانو کډوالي او د شوروي امپراتورۍ پر زوال د هغې اغېزې په تفصیل سره څېړي.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ۱۹۷۹ کال د دسمبر ۲۷مه (د ۱۳۵۸ کال د جدي ۶مه) یوه داسې توره ورځ ده چې د هېواد برخلیک یې د لسیزو لپاره له جګړو، بدبختیو او ورانیو سره وتاړه. له نن څخه پوره ۴۶ کاله وړاندې، په همدې ورځ پر افغانستان د شوروي یرغل په رسمي ډول پیل شو. د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې د آمو له سینده راواوښتې، د وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او پر ځای یې ببرک کارمل د واک پر ګدۍ کښېناوه. دا یرغل نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ د جیوپولیټیک بدلون پیلامه شوه.

پر افغانستان د شوروي یرغل مرګژوبله او ځاني زیانونه
د نږدې لسو کلونو په جریان کې، پر افغانستان د شوروي یرغل داسې انساني ناورین رامنځته کړ چې نښې یې لا هم د افغانانو پر جسم او روح پاتې دي. د نړیوالو شمېرو له مخې، په دې جګړه کې نږدې یو ملیون بېګناه ولسي وګړي شهیدان شول. همدارنګه، ۹۰ زره مجاهدین، ۱۸ زره افغان سرتېري او شاوخوا ۱۴ نیم زره شوروي پوځیان هم ووژل شول. دا ارقام ښيي چې دغه جګړه د دواړو لوریو لپاره څومره خونړۍ او بېګټې وه.
د ځاني زیانونو ترڅنګ، پر افغانستان د شوروي یرغل له امله نږدې لس ملیونه افغانان خپلو کلیو او کورونو پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغو کډوالو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته پناه یووړه او یو شمېر نور د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته خپاره شول، چې دا په نږدې تاریخ کې د کډوالۍ یو له تر ټولو سترو څپو څخه وه.

پر افغانستان د شوروي یرغل، سیاسي او اقتصادي ویجاړي
کارپوهان په دې باور دي چې پر افغانستان د شوروي یرغل د هېواد ټولې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې خواوې په بشپړ ډول کمزورې کړې. د دولت مرکزي واک له منځه لاړ او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې ته زمینه برابره شوه. د هېواد زیربناوې، کرنه او صنعت چې د ودې په حال کې وو، د باروتو په لمبو کې لولپه شول. د شوروي ارشیف محرم اسناد ښيي چې حتی د کرملین پوځي مشرانو وروسته ومنله چې د افغانستان پوځي اشغال د دوی یو “تاریخي اشتباه او غمیزه” وه.
د شوروي امپراتورۍ زوال او ناسور ټپ
ډېری سیاسي څارونکي په دې نظر دي چې پر افغانستان د شوروي یرغل د شوروي اتحاد په دننه کې د یو ویجاړونکي طوفان سبب شو. د جګړې لوړ لګښت او د خپلو سرتېرو جسدونو ترلاسه کول د شوروي خلک د نظام پر وړاندې راوپارول. د شوروي وروستي مشر، میخایل ګوربه چوف، د افغانستان جګړه د هندوکش په لمن کې یو “ناسور ټپ” وباله. همدا ناسور ټپ و چې بالاخره یې د شوروي امپراتورۍ د ړنګېدو بهیر ګړندی کړ.
که څه هم د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند مشرانو پر دې یرغل ټینګار درلود، خو کرملین اندېښنه لرله چې له حفیظ الله امین څخه به د مصر د انور السادات په څېر یو نوی مخالف جوړ شي. له همدې امله د کمونست ګوند یوې کوچنۍ کړۍ پر افغانستان د شوروي یرغل پرېکړه وکړه، پرته له دې چې د هغې پر اوږدمهاله عواقبو فکر وکړي.

له وتلو وروسته وضعیت او کورنۍ جګړې
که څه هم شوروي پوځونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه ووتل، خو د پر افغانستان د شوروي یرغل غمیزه پای ته ونه رسېده. د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت ونړېد او مجاهدین واک ته ورسېدل. خو د سیاسي اجماع نشتوالي له امله خونړۍ کورنۍ جګړې پیل شوې، چې لا ډېر افغانان پکې ووژل شول او هېواد نور هم په کنډوالو بدل شو.
پر افغانستان د شوروي یرغل یوه داسې پېښه وه چې نه یوازې افغانستان یې د جګړې په تورو تیارو کې ډوب کړ، بلکې د نړۍ پر سیاسي نقشه یې هم ژور اثر وکړ. نن چې موږ د دې یرغل ۴۶مه کالیزه لمانځو، افغانان لا هم د هماغې اشتباه دروند بار پر خپلو اوږو لېږدوي. د دې تاریخي درس پوهېدل د راتلونکي نسل لپاره اړین دي ترڅو بیا هېڅکله د پردیو تر یرغل لاندې رانشي.



