حامد کرزی: پاکستان باید د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ننګرهار او پکتیکا پر ملکیانو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دغه هېواد ته یې د ښه ګاونډیتوب مشوره ورکړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی، پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. نوموړي دغه بریدونه د پاکستان د ناسمو پالیسیو دوام بللی او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد باید د زورزیاتي پر ځای د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي.

د حامد کرزي غبرګون او مشوره
حامد کرزی پر خپله رسمي ایکس پاڼه په یوه تازه خپاره شوي بیان کې ویلي چې دغه ډول بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض او د پاکستان د پخوانیو ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي. هغه په خپلو څرګندونو کې وویل چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د یوه متمدنه هېواد په توګه د تعامل لاره خوښه کړي.
د ولسمشر کرزي په وینا، دا ډول اقدامات یوازې د سیمې د بې ثباتۍ سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن زیاتوي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان توند غبرګون
د حامد کرزی د غندنې ترڅنګ، د بشري حقونو نړیوال سازمان (I.H.R.F) هم پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي. دغه سازمان په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او باید په اړه یې خپلواکه نړیواله څېړنه وشي.

یادې ادارې ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې یوازې او یوازې ملکي وګړي، مېرمنې او کوچنیان په نښه شوي دي. هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له پاکستان څخه په دې اړه جدي پوښتنه وکړي.
د بریدونو مرګژوبله او سیمې
د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه تېره شپه شاوخوا دولس بجې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوي دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، دا بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونه ښيي چې یوازې په ننګرهار ولایت کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې بوږنوونکې یې دا ده چې دا ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي. همداراز په پکتیکا او ننګرهار کې تر لسو ډېر نور کسان ټپیان شوي دي، چې په منځ کې یې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

لکه څنګه چې حامد کرزی او نړیوالو سازمانونو ټینګار کړی، پر ملکي وګړو بریدونه نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې سیمهییز امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کوي. د افغانانو غوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه باید د بې ګناه انسانانو ژوند له خطر سره مخ نه شي.



