اقتصاد او سوداګري

په نړیوالو او کورنیو بازارونو کې د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده

په نړیوالو بازارونو او کابل کې د سرو زرو بیه په بې ساري ډول راټیټه شوې ده. سره له دې چې په نړۍ کې ناامني ده، خو د دې فلز ارزښت د پام وړ کم شوی دی.

په داسې حال کې چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه مخ په زیاتېدو ده او په نړۍ کې ناامني ورځ تر بلې زیاته شوې، د انفلاسیون او د بانکي سود د نرخونو د لوړېدو په اړه جدي اندېښنې شتون لري. خو د تمې په خلاف د سرو زرو بیه د تېر کال د وروستیو میاشتو په کچه د پام وړ راټیټه شوه.

w 1280h 720format jpgimgid 01ke36vz1wxy5dncn4v6av3mr0imgname go to the wholesale market zaveri bazaar to buy gold at a low price 1767486913596

سره له دې، په نړیواله کچه داسې ګڼل کېده چې د روانو جګړو او ناامنیو له امله به د سرو زرو بیه خورا لوړه شي. خو له تېرو درې ورځو راهیسې، د سرو زرو بیه د تېر کال د ډیسیمبر له ۱۱مې راهیسې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده او پانګوال یې حیران کړي دي.

د نړیوال بازار شمېرې او کچه

د تازه شمېرو له مخې، نن (دوشنبه، د مارچ ۲۳مه) د سرو زرو بیه شاوخوا ۶ سلنه راټیټه شوه او په نړیوال بازار کې په هر اونس (۲۸.۳ ګرامه) کې ۴،۲۱۴.۸۹ ډالرو ته ورسېده. د دې فلز ارزښت تېره اوونۍ له ۱۰ سلنې څخه ډېر راټیټ شو، چې د ۱۹۸۳ کال د فبروري میاشتې راهیسې دا د سقوط تر ټولو بده اوونۍ ګڼل کېږي.

05211918b0bfa45

د یادولو ده چې د روان کال د جنوري په ۲۹مه، د سرو زرو بیه د هر اونس لپاره ۵،۵۹۴ ډالرو ته رسېده، خو اوس دا ارقام ډېر بدل شوي او د پام وړ ښکته راغلي دي.

دا هم ولولئ:  نورستان کې بیروج ډبرې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې

په افغان بازارونو یې مستقیم اغېز

همداراز په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو له لوېدو سره سم، په افغان بازارونو کې هم د سرو زرو بیه د پام وړ راټیټه شوې ده او پر ځایي اقتصاد یې مستقیم اغېز کړی دی.

ANI 20261017277 0 1760749978853 1760749995166 1

د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې د یو ګرام د سرو زرو بیه ان تر نهه سوه افغانیو پورې راټیټه شوې ده. د پلازمېنې ښاریان چې د ګاڼو د پېرلو لیوالتیا لري، په بازارونو کې ټیټو نرخونو ته خوښ دي او هیله لري چې د سرو زرو بیه به په راتلونکي کې لا هم د دوی د پېرلو له توان سره مناسبه پاتې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button