افغانستانسپورټ

ورزشي ډیپلوماسي؛ کابل د غېږنیونې په میدان کې د تعامل نوې لار لټوي

په داسې حال کې چې د کابل رسمي ډیپلوماسي له نړیوالو ننګونو سره مخ ده، د طالبانو حکومت د “نرم ځواک” کارولوورزشي ډیپلوماسي؛ کابل د غېږنیونې په میدان کې د تعامل نوې لار لټوي ته مخه کړې ده. په پلازمېنه کابل کې د اوو هېوادونو د۱۶۰ غېږنیوونکو راټولېدل یوازې یو ورزشي نمایش نه، بلکې د یوې داسې تګلارې برخه ده چې سرلیک یې ورزشي ډیپلوماسي بلل کېدای شي.

د میدان سیاست؛ له بندو دروازو تر پرانیستو سټیډیمونو

د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، کابل ته د راغلو بهرنیو ورزشي پلاوو سره په لیدنه کې په ډاګه کړه چې دوی غواړي د ورزشي ډیپلوماسي له لارې له نړۍ سره د اړیکو نوې پاڼه پرانیزي. متقي په دې ناسته کې هڅه وکړه چې ورزشکارانو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په ورکولو سره دا پیغام ورکړي چې کابل د هر ډول بین المللي تعامل لپاره چمتو دی. د نوموړي په وینا، کلتوري یووالی او ورزشي اړیکې کولای شي هغه ډیپلوماټیک خنډونه له منځه یوسي چې په رسمي سیاست کې ناممکن ښکاري.

HGzrPJeXUAADAnL

د سيمې د هېوادونو حضور؛ د انزوا د ماتولو هڅه؟

د ترکیې، ایران، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د ۶۰ بهرنیو ورزشکارانو ګډون د کابل لپاره یو لوی امتیاز ګڼل کېږي. د کتونکو په باور، دا چې د منځنۍ اسیا او نږدې ګاونډیو هېوادونو ورزشي استازي کابل ته راځي او د افغانانو د مدیریت ستاینه کوي، د ورزشي ډیپلوماسي هغه برخه ده چې حکومت یې په مرسته غواړي سیمې ته د ثبات او امنیت ډاډ ورکړي. بهرنیو استازو که څه هم یوازې پر ورزشي همکاریو خبرې کړي، خو د دوی فزیکي حضور په کابل کې د حکومت لپاره یو ډول “غیر رسمي مشروعیت” مانا ورکوي.

دا هم ولولئ:  اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي
HGzrPIDbUAAwfyX 1

له دودیزې لوبې تر نړيوال هدف پورې

په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د جشنوارې ترسره کېدل دا ثابتوي چې حکومت غواړي خپل کلتوري هویت د سیاست د پیاوړتیا لپاره وکاروي. امیرخان متقي په خپلو خبرو کې په دې ټکي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ورزشي برخه کې “بې ساري” پرمختګ شوی دی. دا ادعا په حقیقت کې د هغو نړیوالو فشارونو ځواب دی چې افغانستان په انزوا کې ښودل غواړي. د ورزشي ډیپلوماسي دا لوبه اوس له میدانونو څخه وتلې او د بهرنیو چارو وزارت د میز تر شا یې ځای نیولی دی.

HGzrPweaYAAwonS

که څه هم لا معلومه نه ده چې دا غېږنیونه به په رسمي ډیپلوماسۍ کې څومره امتیازات وګټي، خو د اوو هېوادونو د بیرغونو رپېدل په کابل کې ښيي چې ورزش لږ تر لږه د یو لنډ وخت لپاره د سیاست یخونه ویلي کړي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button