اقتصاد او سوداګري

د کاسا-زر پروژې پرمختګ؛ افغانستان د سیمې د انرژۍ مهم ترانزیټي مسیر ته نږدې کېږي

کابل، افغانستان – د کاسا-زر پروژې پرمختګ؛ د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژې چارې په افغانستان کې چټکې شوې او چارواکي وایي چې د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې ډېره برخه بشپړېدو ته نږدې شوې ده. یاده پروژه د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي او د سیمې له مهمو اقتصادي طرحو ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د کاسا-زر پروژې پرمختګ

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، د هېواد دننه د پروژې عملي کارونه نږدې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي. د دوی په وینا، پاتې تخنیکي او ساختماني چارې هم په چټکۍ روانې دي. د کاسا-زر پروژې پرمختګ

د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست ویلي، ټاکل شوې وه چې پروژه د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي، خو د اوسني کاري بهیر له مخې ښايي تر ټاکلي وخت وړاندې پای ته ورسېږي.

hero utilities

هغه وویل: «که چارې په همدې سرعت دوام وکړي، هیله شته چې پروژه د ۲۰۲۷ کال په لومړیو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د سیمې هېوادونو کې د پروژې وضعیت

تر دې وړاندې تاجیکستان اعلان کړی و چې په تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان کې د کاسا-۱۰۰۰ اړوند بنسټیز کارونه بشپړ شوي، خو د افغانستان برخه لا هم د تطبیق په پړاو کې ده.

د افغانستان لپاره اقتصادي او ترانزیټي ګټې

اقتصادي شنونکي باور لري چې د کاسا-زر پروژې پرمختګ به افغانستان ته مهم اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي. د دوی په وینا، افغانستان به نه یوازې د برېښنا د ترانزیټ له درکه کلني عواید ترلاسه کړي، بلکې د انرژۍ د کمښت په حل کې به هم مرسته وکړي.

دا هم ولولئ:  د اوسپنۍ پټلۍ له لارې انتقالات؛ په یوه اوونۍ کې له ۲۲۹ زره ټنو زیات توکي لېږدول شوي
1520146088589
high voltage post

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا وایي، افغانستان کولی شي د دې پروژې له لارې هر کال میلیونونه ډالر د ترانزیټ حق ترلاسه کړي، چې دا به د ملي عوایدو او اقتصادي فعالیتونو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.

شنونکي د پروژې راتلونکی څنګه ارزوي؟

بل اقتصادي شنونکی سیر قریشي هم وايي، دا پروژه یوازې د برېښنا د لېږد یوه کرښه نه ده، بلکې د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي او سیمه‌ییز فرصت ګڼل کېږي. د کاسا-زر پروژې پرمختګ

د هغه په وینا، د پروژې بشپړېدل به د کارموندنې، سیمه‌ییز اتصال او د زیربناوو د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

PowerGrid 1 1

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ستراتیژیک اهمیت

کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمې د انرژۍ له مهمو طرحو څخه ده چې موخه یې د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا جنوبي اسیا ته لېږدول دي. چارواکي هیله لري چې د پاتې چارو له بشپړېدو وروسته به افغانستان د سیمې د انرژۍ په مهم ترانزیټي دهلېز بدل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button