سیاست

خلیلزاد: افغانستان او پاکستان باید د تاوتریخوالي پر ځای د همکارۍ لار خپله کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانستان او پاکستان د اړیکو له داسې پړاو سره مخ دي چې د تاوتریخوالي دوام یې دواړو هېوادونو ته زیان رسولی شي.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د خیبر پښتونخوا په یوه چاودنه کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول. خلیلزاد ویلي، ښايي اسلام‌اباد د دې برید پړه پر افغانستان واچوي، هغه څه چې د ده په وینا کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړي.

3bc8ffb0 13db 11f1 9120 a910fc22c6ac

خلیلزاد د جمعې په ورځ ناوخته پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «له بده مرغه هغه زاړه تکراري چلندونه بیا تکرارېږي چې پخوا یې هم پرته له غم او تاوانه بله پایله نه ده لرلې.»

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید د شخړو پر ځای د اقتصادي همکاریو او سیاسي تفاهم لاره خپله کړي. د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه کولای شي د ګډو اقتصادي پروژو او سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې خپلو خلکو ته د سوکالۍ زمینه برابره کړي.

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوي تفاهم غوښتنه وکړه

زلمي خلیلزاد وړاندیز کړی چې افغانستان او پاکستان دې داسې یو نوی تړون رامنځته کړي چې له مخې یې هېڅ لوری اجازه ور نه کړي څو خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

LLI3YK6ZZFJVHO72F5Q3IFTN4I

هغه ویلي، د دې ډول توافق د عملي کېدو لپاره باید یو باوري درېیم لوری هم موجود وي، څو دواړه خواوې د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.

دا هم ولولئ:  طالبانو له پاکستانه د افغانانو د پانګو لېږد لپاره د اسانتیاوو خبر ورکړی

د نوموړي په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامدار تاوتریخوالی نه یوازې امنیتي ستونزې زیاتوي، بلکې اقتصادي او سیاسي زیانونه هم رامنځته کوي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې ولې مهمې دي؟

کارپوهان وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د سیمې پر امنیت، سوداګرۍ او سیاسي وضعیت مستقیم اغېز لري. په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ځله لفظي شخړې، سرحدي ترینګلتیا او امنیتي تورونه زیات شوي دي.

210427153359 01 zalmay khalilzad 0427 1

پاکستان تر دې وړاندې هم د ځینو بریدونو پړه پر افغانستان اچولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

زلمي خلیلزاد په خپل وروستي پیغام کې ویلي، افغانستان او پاکستان باید خپلې تګلارې له سره وارزوي او د اوږدمهاله کړکېچ پر ځای د همکارۍ او ثبات لپاره عملي ګامونه واخلي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button