امریکا ته د ایران شرطونه؛ تهران د بندیزونو ختمولو غوښتنه وکړه

امریکا ته د ایران شرطونه اعلان شوي دي. ایراني چارواکي وایي، که واشنګټن د جګړې او کړکېچ د پای ته رسولو هوکړه غواړي، نو باید د تهران اساسي غوښتنې ومني.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي، د یورانیمو د غنيکولو حق، د بندیزونو ختمول او د ایران د شتمنیو ازادول د تهران له مهمو شرطونو څخه دي.

هغه دغه څرګندونې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون له غړو سره په ناسته کې کړې دي.
امریکا ته د ایران شرطونه کې د بندیزونو لرې کول هم شامل دي
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تهران امریکا ته په خپل وروستي وړاندیز کې څو اساسي شرطونه وړاندې کړي دي.
په دغو شرطونو کې د ایران د سولهییز اتومي پروګرام د حق رسمیت پېژندل، د امریکا له لوري د لګېدلو بندیزونو ختمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول شامل دي. امریکا ته د ایران شرطونه

ایران همداراز غوښتنه کړې چې په سیمه کې روانې جګړې پای ته ورسېږي، په ځانګړي ډول په لبنان کې روان وضعیت کنټرول شي او امریکايي ځواکونه د ایران له شاوخوا سیمو ووځي.
تهران دا هم ویلي چې د امریکا سمندري محدودیتونه او اقتصادي فشارونه باید ختم شي.
ایران د جګړې د زیانونو د جبران غوښتنه هم کړې
امریکا ته د ایران شرطونه یوازې تر سیاسي او اتومي موضوعاتو محدود نه دي. ایراني چارواکو ویلي، واشنګټن باید د جګړې او فشارونو له امله رامنځته شویو زیانونو جبران هم وکړي.
کاظم غریبآبادي ویلي، د ایران مذاکره کوونکی ټیم د هېواد پر اساسي اصولو ولاړ دریځ لري او د تهران ملي ګټې به خوندي وساتي.
ټرمپ د ایران وړاندیزونه رد کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د وروستیو وړاندیزونو په اړه منفي غبرګون ښودلی دی.
ټرمپ لږ تر لږه دوه ځله د ایران وړاندیزونه “بېمعنا خبرې” بللي او خبرداری یې ورکړی چې تهران ډېر وخت نه لري.
هغه ویلي، که ایران د امریکا غوښتنې ونه مني، نو له سختو بریدونو او درنو زیانونو سره به مخامخ شي.

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې دوام لري
ایران او امریکا د روان کال د وري میاشتې راهیسې د مستقیمو خبرو ترڅنګ د منځګړو هېوادونو له لارې هم پیغامونه تبادله کوي.
راپورونه وایي، پاکستان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغام رسولو په بهیر کې رول لري، او دواړه لوري هڅه کوي د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.



