
په منځني ختیځ کې د پوځي کړکېچ د پراخېدو له اندېښنو سره هممهاله، امریکايي او اسرائیلي چارواکو ته نږدې سرچینو د ایران پر ضد د احتمالي نویو بریدونو د چمتووالي خبر ورکړی دی؛ هغه راپورونه چې پوښتنې راولاړوي، ایا پر ایران یرغل بیا پیلېږي؟
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو امریکايي او سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل د ایران پر پوځي او ستراتیژیکو هدفونو د احتمالي بریدونو لپاره پراخ پوځي چمتووالی نیسي.

پر ایران یرغل بیا پیلېږي؟ په اړه اندېښنې زیاتې شوې
د راپور له مخې، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه وکړي، نو د ایران پر پوځي مرکزونو، توغندیزو تاسیساتو او ځینو مهمو بنسټونو د پراخو بمباریو امکان شته.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې او دواړه لوري یو پر بل سختې څرګندونې کوي.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې ایران باید له امریکا سره یوې موافقې ته ورسېږي، کنه له “سختو پایلو” سره به مخ شي. نوموړي دا هم ویلي وو چې د ایران په اړه اوربند او ډیپلوماټیک وضعیت “نازک” پړاو ته رسېدلی دی.

ایراني چارواکي د ځواب خبرداری ورکوي
بل لور ته، ایراني چارواکو هم د هر ډول احتمالي برید په وړاندې د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.
د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، که پر ایران یرغل بیا پیلېږي او د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام وشي، نو ایراني ځواکونه به “قاطع او عبرتناک ځواب” ورکړي.
د ایران ځینو نورو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د جګړې د پراخېدو په صورت کې به د سیمې امریکايي اډې او د امریکا متحد هېوادونه له خطر سره مخ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سفر هم د پام وړ بلل شوی
په همدې حال کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نااعلان شوی تهران سفر هم د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په تړاو د شنونکو پام ځان ته اړولی دی.

که څه هم د دغه سفر رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې اسلاماباد هڅه کوي د سیمې د روان کړکېچ په اړه له تهران سره نږدې مشورې ولري.
د پوځي چمتووالي، تندو سیاسي څرګندونو او سیمهییزو اندېښنو زیاتېدو سره، دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې ایا پر ایران یرغل بیا پیلېږي او که دواړه لوري به د جګړې پر ځای سیاسي حل ته مخه کړي.



