
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ د هند له لوري د افغان ملکي وګړو د وژنې اړوند مطرح شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځي عملیات یوازې د وسلهوالو ډلو پر ضد ترسره کېږي.
د هند استازي ته د پاکستان غبرګون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې مطرح شو، چېرته چې د پاکستان استازې سایمه سلیم د اسلاماباد دریځ بیان کړ.
پاکستان: عملیات مو د وسلهوالو پر ضد دي
سایمه سلیم ویلي، پاکستان په سرحدي سیمو کې «هدفمند او مسلکي» عملیات ترسره کوي او موخه یې د هغو وسلهوالو ډلو له منځه وړل دي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. د هند استازي ته د پاکستان غبرګون
نوموړې ټینګار کړی چې دغه عملیات د افغان ملکي وګړو یا عامه تاسیساتو پر ضد نه دي.
هغې همداراز ادعا کړې چې هند د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي په سیمه کې بېثباتي زیاته کړي.
هند او پاکستان یو ځل بیا لفظي شخړه وکړه
د هند استازي ته د پاکستان غبرګون داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
پاکستان د «ټيټيپي»، بلوڅ بېلتونپالو او ځینو نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې دغو ډلو ته له بهر ملاتړ برابرېږي.
بل لور ته، هند تر دې وړاندې پاکستان تورن کړی و چې په سیمه کې د بېثباتۍ لامل ګرځي، خو اسلاماباد دغه تورونه رد کړي دي.
د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی
شنونکي وایي، د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ روان امنیتي او سیاسي اختلافات د سیمې پر وضعیت مستقیم اغېز لري.
دوی باور لري چې د دواړو اټومي سیالو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې او متقابل تورونه کولی شي سیمه لا پسې له فشار سره مخ کړي.



