هنر او ادب

پکتیکا کې ۸۴ لرغوني اثار موندل شوي

پکتیکا کې ۸۴ لرغوني اثار؛ د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې ۸۴ بېلابېل لرغوني اثار موندل شوي چې د معلوماتو له مخې، د کوشاني او کوشاني ـ ساساني دورو پورې تړاو لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، دغه لرغوني توکي د مټاخان ولسوالۍ اړوند “رشکي غونډۍ” سیمه کې د لرغون‌پېژندنې د سروې او څېړنو پر مهال ترلاسه شوي دي.

کوم ډول اثار؟

د وزارت په وینا، په موندل شویو اثارو کې د ډبرو، خټو، ښیښو، فلزاتو او هډوکو څخه جوړ شوي توکي شامل دي، چې تاریخي مخینه یې د میلاد له لومړۍ تر څلورمې پېړۍ پورې رسېږي. پکتیکا کې ۸۴ لرغوني اثار

پکتیکا کې ۸۴ لرغوني اثار؛ سیمه د خټینو لوښو د تولید مرکز و

چارواکي وایي، “رشکي غونډۍ” پخوا د خټینو لوښو د جوړولو له مهمو مرکزونو څخه وه او تازه موندنې هم د همدې تاریخي اهمیت څرګندونه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتوي، موندل شوي اثار له ثبت، اسنادو او راجستر وروسته د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي او پاتې غیرمنقول تاریخي آثار هم خوندي ساتل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ لرغوني او تاریخي اثار موندل شوي، چې د هېواد د لرغوني تمدن او تاریخي شتمنۍ مهمې نښې بلل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button