هنر او ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

عارف غروال؛ د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو په عمر وفات شو.

عارف غروال له یوې مودې راهیسي ناروغ و

محمدعارف غروال په ۱۳۲۴ لمریز کال د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې دنیا ته سترګې غړولې وې.

د لېسې د دورې زده کړې یې د کابل په رحمان بابا او پوهنتوني زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې کړې وې.

لومړنۍ رسمي دنده یې په ۱۳۴۸ کې د پښتو ټولنې د پښتو کورسونو د ښوونکي په توګه پیل کړه.

704697696 1517905746366837 867734903775600630 n

محمد عارف غروال د ١٣٤٩ ل کال په اوږدو کې د پښتو ټولنې د رياست د علمي چوکاټ په علمي کدر کې د مسلکي غړي په توګه ومنل شو. دا مهال هغه ته د کابل مجلې د مهتمم دنده وسپارل شوه؛ دوه کاله وروسته د ادب او فلکور لوی مديريت ته د مسلکي غړي په توګه بدل او د دې تر څنګ يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس په لوی ریاست کې د پښتو خپرونو د ترجمې او ايډيټ دنده هم پر مخ بېوله.

محمد عارف غروال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته خپل علمي اثر (د بنګړو شړنګ) وړاندې کړ. خو د ۱۳۵۹ ل کال د کب مياشتې په پنځمه نېټه د شوروي د یرغل له لامله د هېواد پريښودو ته اړ وت او پاکستان ته ولاړ.

د ١٣٦١ ل کال په پيل کې د افغانستان د مجاهدينو په اسلامي اتحاد کې د مالي رياست د مشاور په توګه وګمارل شو. د ١٣٦٢ کال په پيل کې، چې اتحاد ړنګ شو د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنګي رياست د مشاور په توګه یې کار پیل کړ. هغه د دې تر څنګ د جهادي څېړنو د مرکز د غړي په توګه د قلم مجلې په چلولو کې برخه درلوده او هم يې له نورو جهادي مطبوعاتو سره لکه (سپيدې مجله)، (خپلواک مجله) او نورو جريدو سره خپله قلمي همکاري درلوده، چې ډېرې ليکنې يې په خپل نامه او يو شمېر په مستعارو نومونو لکه پکتياول، ابو امان او ابو احسان خپرولې.

دا هم ولولئ:  اریانا سعید: کله چې د افغانتسان نوم واوری نو څه فکر مو ذهن ته رازي؟
1c6dd710 d576 422c ac12 083bf3661d59 1

محمد عارف غروال له کوچنيوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده او تل به يې د پخوانيو شاعرانو شعرونه لوستل، تر څو په خپله هم يو ښه شاعر شو. په لومړي سر کې يې عشقي شعرونه ويل، خو کله چې د هېواد دردونه ورسره مله شول، نو بيا يې د هېواد د ابادۍ او خپلواکۍ په اړه اشعارو ته مخه وکړه او په دې لاره کې يې ډېر شعرونه وليکل.

له ارواښاد غروال څخه راپاتې اثار:

۱- د رحمان بابا ديوان.

۲- د حبيب الله ديوان.

۳- د دولت لواڼې ديوان.

۴- د خوشال خان خټک غزليات.

ادبي او څېړنيز:

۵- غرنۍ سندرې.

۶- د بنگړو شرنگ.

۷- د وينو فوارې.

۸- بمونه او غمونه (تورزن او تورن افغان).

۹- د خوست فتحه، نثر.

ژباړې:

۱۰- منظر مرگ، راه عملي فارسي، کورني طبيب پښتو.

۱۱- انگريزي پښتو ورځنۍ خبرې.

ناچاپ اثار يې:

۱۲- اختيارات بديعي يوناني طب پښتو، (څېړنه).

۱۳- په افغانستان کې د جهاد د پيل لومړي غورځنگونه، (څېړنه).

۱۴- په افغانستان کې د روسانو او داخلي کمونستانو جنايات، (څېړنه).

۱۵- د جهاد خاطري، (څېړنه).

۱۶- پښتو جهادي ادبيات (څېړنه).

۱۷- د زړه چغې اشعار.

۱۸- ليونۍ مينه، تر جهاد مخکې شعرونه.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button